Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د یوې چادونې په پایله کې درې ولسي وګړي وژل شوي

د هرات ښار په جبرئیل سیمه کې د یوې چاودنې په ترڅ کې، درې ولسي وګړي وژل شوي او د دوه ښځو په ګډون ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه، نن ماښام د پنځو نیمو بجو په شاوخوا کې د یوې هټۍ په وړاندې شوې ده.

د هرات د امنیه قومندان ویاند عبدالاحد ولي زاده طلوع نیوز ته وايي:«د دولت مخالفانو چاودېدونکې توکي یې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي وو او دا توکي یې د ملکیان په منځ کې وچاودول.»

په همدې حل کې، د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وايي چې درې وژل شوي او ۶ تنه نور په دغې چاودنه کې دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه چاودنه په درې ډیره موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله وه.

شریک یي کړئ