Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هرات کې طالبان پر څه باندې ۲۰۰ ښوونځیو څارنه لري

د هرات د پوهنې ریاست مشر عبدالرزاق احمدي د دغه مطلب له پخلي سره نن سې‎شنبې (د لیندۍ په ۷ مه) وویل د هرات د پوهنې ریاست نه شي کولای پر هغو ښوونځيو چې په ناامنو ولسوالیو له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي څارنه وکړي.

هغه مني چې طالبان پر ښوونځیو څارنه لري او هغه د طالبانو پر دې کار خوښ دی.

خو د هرات د پوهنې د ریاست د مشر پر دې خبرو، د هرات ولایتي شورا او په دغه ولایت کې مدني فعالانو غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي احمدي ټینګار وکړ چې د ناامنیو له امله نه‎شي کولای په شینډنډ، کران، کُشک کهنه، ادرسکن او اوبه ولسوالیو کې پر ښوونځیو څارنه ولري.

عبدالرازق احمدي په دې اړه څرګنده کړه:« هغې برخې چې ناامنې دي او د طالبانو له خوا اداره کېږي زموږ کارکوونکي نه شي کولای چې له ښوونځیو څارنه وکړي له همدې امله طالبان تر خپلې ولکې لاندې ښوونځيو کې له هغوی څارنه کوي.»

ښاغلی احمدي وايي طالبان په دغو برخو کې پر ښوونځیو څارنه کوي او نوموړی د طالبانو په دې کار خوښي څرګندوي.

احمدي زیاته کړه:«موږ د طالبانو له څارنې خوښ یوو ځکه چې لږ تر لږه له ښوونځیو څارنه کوي دبېلګې په توګه موږ د کشک کهنه د هغو مالوماتو له مخکې چې له خلکو ترلاسه کوو طالبان له ښوونځیو څارنه کوي او په ښوونځیو کې د شخړو مخنیوی کوي چې د طالبانو له دغه کاره موږ خوشحاله یوو.»

خو د هرات د پوهنې د رییس دا څرګندونې د ولایتي شورا او مدني فعالینو له توند غبرګون سره مخ شوې دي.

د هرات د ولایتي شورا غړی سید عظیم کبرزاني په دې اړه څرګنده کړه:«دا چې د پوهنې ریاست وايي چې موږ د طالبانو له څارنې خوښ یوو د پوهنې رییس باید دا په تفصیل سره ووايي او څارنه د قواعدو او اصولو پر بنسټ پر مخ ولاړ شي او که‎چېرې د حکومت مخالفان د حکومت کار مخ ته یوسي چې دا کار د قانون په خلاف دی.»

د مدني ټولنې فعال جواد عمید په ډاګه کړه:«له ښوونځیو د طالبانو څارنه د دې ښودنه کوي چې حکومت او د هرات ځايي چارواکي کمزوري دي او طالبان پیاوړي نو حکومت باید په دې اړه جدي چلند وکړي.»

د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې له ۹۶۹ ښوونځیو پر ۷۵۰ د دغه ریاست لخوا څارنه کېږي خو ۲۱۹ نور ښوونځي د طالبانو لخوا څارل کېږي.

شریک یي کړئ