Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هلمند کې پرلت کوونکي د خپل اعتراض طریقه بدله کړه

په هلمند کې پرلت کوونکو د سول غوښتني په ۱۵ مه ورځ د خپل اعتراض طریقه بدله کړه. دوی چمتو کېږي چي په بل ډول خپل پیغام تر خلګو او د جګړي تر ښکیلو غاړو ورسوي.

هغوی دا ځل د ننه په لښکرګاه او د ناوې ولسوالۍ تر شاخواه د موټرو له کاروان سره خلکو او ښکېلو لورو ته د سولې پیغام رسوي.

  یو اعتراض کوونکي پادشاه خان په دې اړه وویل:«په ښار کې ګرځو او هېوادوالو ته د سولې پیغام رسوو.»

وايي د خپلو شخصي موترو په وسیله يي یاد حرکت په لاره اچولی، او د لښکرګاه ښار اوسېدونکي هم له یاد حرکت سره یوځای کېږي او د یاد حرکت څخه ملاتړ اعلانوي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي خیال محمد په دې اړه وویل:«موږ له اعتراض کوونکو ملاتړ کوو او غواړو چې خوشحاله واوسو او د سولې په فضا کې ژوند وکړو.»

پر څلورلارو او عامه ځایونو باندې د سول‎غوښتني پیاغمونه ځوړندول د دې حرکت یو بل اړخ دی .خو ایا دا ټول غږونه به یو ورځ واورېدل شي؟.

دغه پرلت کوونکي په داسې حال کې د خپل اعتراض ډول بدلوي چې له دې وړاندې هغوی د خوړو اعتصاب کړی وه، خو د دین د عالمانو له منځګړيتوب سره د خوړو دغه اعتصاب یې پای ته ورسوه، خو اعتراض یې لا دوام درلود او پرلت کوونکي وايي ترڅو د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند رامنځته نه‎شي خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

هلمندي پرلت کوونکي له ټولو هېوادوالو غواړي چې د سولې د پيغامونو د رسولولپاره د دوی له کاروان سره یوځای شي.

شریک یي کړئ