Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د بې وزلۍ او ناامنۍ له پراختیا د عطامحمد نور ګواښ

د جمعیت اسلامي اجراییه رییس او د ولسمشر له خوا د بلخ ګوښه کړل شوی والي عطامحمد نور په هېواد  کې د ناامنیو او د بې وزلۍ له پراختیا سر ټکوي.

عطامحمد نور د بغلان ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره په لیدنه کې حکومت پر بې پروایۍ تورنوي.

ښاغلي نور یو ځل بیا حکومت یې په افغانستان کې د بهرنیو مرستو د مدیریت په نشتوالي تورن کړ او ادعا کوي چې بې وزلي په هېواد کې خپل اوج ته رسېدلې، خو حکومت خلکو ته دوکه کوونکې ژمنې ورکوي او په هېواد کې د اقتصادي بدلون وس هم نه‎لري.

هغه زیاته کړه:«تر هغه چې زموږ ملت خپل حق ته ونه‎رسېږي چې هغه له بې وزلۍ ژغورنه او سولې ته رسېدل دي او همدارنګه د امنیت او واقعي عدالت ټیګښت ته رسېدل دي، تر هغې چې دغه ملت د خپل برخلیک د تعیین لپاره په خپله حاکم نه وي، دا داعیه جریان لري او موږ له وېرې پرته په مخ ځوو.»

عطامحمد نور، بیا هم وايي چې د حکومت له خوا د جنرالانو د کور ناستي کېدو بهیر روڼ نه دی او ولسمشر ځينې شخصیتونه چې له کورنۍ سره یې تړاو لري، د دې سربېره چې عمر یې لوړ دی، په دولتي پسټونو کې ګماري.

هغه په ډاګه کړه:« د (ولسمشر) ۸۵ کلن تره په روسیه کې سفیر دی. په همدې ترتیب په څو نورو ځایونو کې کسان ګمارل شوي چې له لکڼې سره په لاره ځي او ډېرې سترې دندې هم لري، خو که‎چېرې له ځوانانو څوک د دندې لپاره غوښتنه وکړي، وايي چې تجربه نه‎لري، خو په خپله (ولسمشر) د لندن له کورسه او د امریکا د فول برایټ نه دي راغلي، دنده یې مخکې له مخکې ورته چمتو کړې ده.»

په دې وروستیو کې ولسمشر د څه باندې ۱۶۰ جنرالانو د په کور کېنولو فرمان صادر کړ. خو د ولسمشر دا کار که‎څه هم د ملي پوځ د ځوانېدو له امله ویل شوی، هر کلی یې وشو، خو ځينې نور د جنرالانو د کور کېنولو په بهیر کې د دوه ګوني چلند له امله پر دغې پرېکړې نیوکه کوي.

۵۰ ورځې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې د بلخ ولایت له مقام څخه یې د عطامحمد نور استعفا منظور کړې، خو ښاغلي نور دا استعفا نه ده منلې.

اسلامي جمعیت او د حکومت پلاوي د دغې ستونزې د حل لپاره تراوسه ۱۰ ځله سره خبرې اترې کړې دي، خو اختلافونه یې تراوسه حل شوي نه دي.

شریک یي کړئ