ځينې سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې په پکتیا ولایت کې شپږ خبریالان تښتول شول دي.
د دغې سرچینو په وینا، دغه خبریالان تېره ورځ ماښام (جمعه د وږي په ۱۵مه) د یوه پروګرام د خبري پوښښ لپاره تللي وو، د زرمت ولسوالۍ بازار ته نېږدې سیمې څخه تښتول شوي دي.
دغه سرچینې وايي، د راډیو کلید خبریال خیرالدین، د پښتون غږ راډیو خبریال عبدالرووف ذهین، د مېلمې راډیو خبریال جمال الهام او د یاران راډیو درې خبریالان هر یو عبدالوهاب ویران، اسدالله صمیم او طارق شاه ذکي هغه خبریالان دي چې تښتول شوي دي.
کهڅه هم سرچینو ویلي چې دا خبریالان د طالبانو لخوا تښتول شوي دي، خو دغې ډلې تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
له دې پېښې یوه ورځ وروسته (شنبې د وږي په ۱۶مه) د طالبانو ویاند ذبیح الله منلې چې دغه خبریالان د دوی له خوا په تېروتنې سره نیول شوي دي، په سیمه کې ټلېفونونه کار نه کاوه چې اړیکه یې نیولې وای، خو اوس به دا خبریالان ډېر ژر ازاد کړای شي.
په ډلهییزه توګه د خبریالانو تښتول په افغانستان په ځانګړې توګه پکتیا ولایت کې بې مخینې پېښه ده.
تراوسه د دغې پېښې انګېزه مالومه نه ده او کومې ډلې هم د دغه کار مسوولیت نه دی منلی.