Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې کابو ۷۰ ناقانونه مدرسې فعالیت لري

هغه مالومات چې طلوع نیوز ترلاسه کړي، د دې ښودنه کوي چې په پکتیا کې کابو ۷۰ مدرسې په ناقانونه توګه فعالیت لري چې په هغو کې په زرګونه زده‎کوونکي په روزنه بوخت دي.

په همدې حال کې د دغه ولایت د پوهنې رییس کوچی ځاځی وايي چې په پکتیا کې یوازې ۱۵ دیني مدرسې له دوی سره ثبت دي چې په دغو مدرسو کې ۹ زره تنه روزنه ویني.

ښاغلي ځاځي زیاته کړه:«موږ په دغه ولایت کې درې ډوله مدرسې لرو؛ لومړی هغه مدرسې دي چې په دولت کې رسمیت لري، دویم هغه دیني مدرسې دي چې په دولت کې ثبت دي خو رسمي نه دي او درېیم هغه دیني مدرسې دي چې په دولت کې دي او نه هم رسمیت لري چې د ذکات له پیسو خپل لګښت پیدا کوي. خو هغه مدرسې چې د پوهنې په ریاست کې ثبت دي، رسمي ښوونیز توکي تدریس وي.»

له بلخوا د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وايي چې د دغو مدرسونو د ثبت لپاره به ډېر ژر یو کمېسیون په خپل کار پیل وکړي.

ښاغلی کټوازی وايي:« ډېری دغه مدرسې ثبت شوې نه دي له همدې امله موږ یوې ډلې ته دنده ورکړې چې ټولو ولسوالیو ته ولاړه شي او له ټولو عالمانو سره وویني او په دې اړه له هغوی سره خبرې وکړي او هڅه وشي چې د دولت په چوکاټ کې راشي.»

له دې سره جوخت په پکتیا کې د یوې دیني مدرسې د ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې.

 د پکتیا ولایتي شورا او د دغه ولایت اوسېدونکي وايي حکومت دې په هېواد کې دننه دیني مدرسو ته پاملرنه وکړي ترڅو ځوانان اړ نه‎شي د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته لاړ شي.

د پکتیا د ولایتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی په دې اړه وايي:«له دې مخکې دننه په هېواد کې مدرسې نه وې، خو اوس شته او ځوانان دې پاکستان ته د تګ پر ځای دغو مدرسو ته راشي.»

د یادونې وړ ده چې افغان چارواکي تل ادعا کوي چې په هېواد کې دننه په ځانمرګو بریدونو کې له هغو ځوانانو کته اخیستل کېږي چې په پاکستاني دیني مدرسو کې یې زده کړې کړي وي او د یاد هیواد د دیني علماوو په لارښونه دا کار ترسره کوي.

شریک یي کړئ