Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په یوه ورځ د درېیو وژل شویو وروڼو کورنۍ سوله غواړي

روح الله، حبیب الله، احسان الله هغه درې وروڼه دي چې څلور کاله مخکې یې د کونړ مرکز اسعد اباد کې په یوه ورځ ځانمرګي برید کې ژوند له لاسه ورکړ او کورته یې درې غبرګې جنازې راوړل شوې، پېښه کې یو ورور سخت ټپي شو. د دغو وروڼو کورنۍ د سولې په  تمه ده.

دا کورنۍ د جګړې له ښکېلو غاړو د جګړې درول او د سولې لومړيتوب غواړي.

د دغې کورنۍ غړی، جعفر هم چې پېښه کې ټپي شوی څرګندوي:«موږ کار کوو او پېکوړې مو خرڅولې، د پېښې په ورځ مو هم کار پیل کړ، او پېښه وشوه، زه په ځان پوه نشوم، څو وروځې وروسته پوه شوم.»

دا کورنۍ اوس په یو ډیر بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي ، خو دوي بیا هم راتلوونکي ته د سولې هیلې لري ، دوي د طالبانو او حکومت څخه غواړي چې جګړې دې بس کړي او د سولې لاره دې غوره کړي ترڅو د یو بل وژنه پای ته ورسیږي چې  دوي ته ورته کورنۍ بې سرپرسته پاتې نشي.

د وژل شویو وروڼو پلار، محمد اعظیم وايي:«زیاتی راسره شوی دی، خو سوله غواړو، ځکه بل مسلمان سره به داسې ونشي. نور دې مرګ ژوبله کمه شي.»

د قرباني زوی، ارشاد زیاتوي:«طالبانو نه غواړم چې جګړه بس کړي او موږ سوله غواړو. جنګ دې بس شي او سوله دې راشي، څو نور کسان یتیمان نشي.»

د کونړ د شهیدانو او معلولینو آمر وايي نه یوازې دا کورنۍ بلکې په دغه ولایت کې داسې ډیرې کورنۍ شته چې یو کورنۍ څخه درې یا دوه کسان په یو ځانمرګي بریدونو کې وژل شوی دي ،

طیب معصوم بیانوي:«داسې شهیدان هم شته چې له یوې کورنۍ درې او یا څلور تنه شهیدان دي. لکه څنګه چې څلور کاله مخکې څلور غریبکار وروڼو باندې چاودنه وشوه، درې ووژل شول او یو ټپي شو.»

په ځانمرکي برید کې د وژل شوو دریو وروڼو څخه لس ماشومان پاتې دي چې د ښه راتلوونکي لپاره د ښوونځیو په لور ځي‎.

شریک یي کړئ