Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوتین د افغانستان حالت د اندېښنې وړ بولي

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین د افغانستان حالات د اندېښې وړ او له کړکېچه ډک بولي.

پوتین د شانکهای همکاریو سازمان یوې ناستې ته په انلاین ډول خبرو کې ویلي دي چې منځنیځ ختیځ او افریقا کې لا هم نښتې روان دي او جرایم د زیاتوالي په حال کي دي.

هغه همداراز ویلي دي چې د اورېشیا او د هغې ګاونډيو سیمو ته باید پام وشي.

د روسیې ولسمشر څرګندوي چې افریقا او منځني ختیځ کې نا امنۍ لامل شوي چې د نشه يي توکو قاچاق او ترهګریز ګواښونه زیات شي.

نوموړي ویلي دي چې انټرنټي جرایم هم د زیاتوالي په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده امریکا نومبر میاشت کې عراق او افغانستان کې خپل سرتېري کم کړي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ مشر، جنرال فرنک مک کنیزي له عراقه د خپلې لیدنې پرمهال اعلان کړی دی چې دغه هېواد کې به خپل سرتېري را کم کړي.

امریکا اوس مهال عراق کې ۵زره ۲۰۰ سرتېري لري چې شمېر به یې ۳زرو ته راښکته کړي.

"د بې پایه جګړې پایته رسول‎" او "کورته د سرتېرو ستنول" د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ دوې ټاکنیزې ژمنې دي.

د ټرمپ اداره به دې باور ده چې اوسمهال د عراق پوځ له داعش سره د مبارزې توان لري.

امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې زر سرتېري عراق ته له داعش سره د مبارزې په موخه ولېږدول.

همداراز جنرال مک کنیزي څرګنده ک ړې چې افغانستان کې به هم خپل سرتېري ۴ زره او ۵۰۰ ته را کم کړي.

اوسمهال افغانستان کې امریا ۸ زره او اته سوه سرتېري لري.

شریک یي کړئ