Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپيو: امریکا غواړي د افغانستان د جګړې لګښت او مرګ ژوبله کمه کړي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د احتمالي هوکړې د لاسلیک په درشل کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امریکا دوو مهمو موخو ته د رسېدو لپاره ډاډمن ښکاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وايي چې امریکا غواړي چې په افغانستان کې د خپلې جګړې لښګت او همدارنګه د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله کمه کړي او د هغه ترڅنګ پرې نه‎ږدي چې امریکا یوځل بیا د افغانستان له خاورې وګواښل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دې اړه زیاته کړه:«هغه ماموریت چې ولسمشر موږ ته راکړی دوه شیان دي، خپل لګښتونه کم کړو ځکه په کال کې په لسګونه مېلیارد ډالر په افغانستان کې لګوو او همداراز په هېواد کې د ښځینه او نارینه امریکایانو د وژل کېدو ګواښ، خو له دې سره په یو وخت غواړو ډاډمن شو چې په افغانستان کې یو وضعیت وساتو ترڅو پر امریکا له دغه هېواده بیا د بریدونو خطر کم شي، دا دوه موخې دي چې ولسمشر زما ډلې او د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ته ټاکلي دي، زه ډاډمن یم چې موږ به دغو موخو ته ورسېږو»

مایک پومپیو له فاکس نیوز سره په مرکه کې ټینګار کوي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر هر ډول کمښت د دې هېواد په وضعیت پورې تړاو لري.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وايي:«د دې دلیل چې دغه ډله (داعش) په افغانستان کې ځای پیدا کړي، د جګړې دوام دی، او د جګړې د دوام لپاره د طالبانو ټینګار دی. او دا چې هغوی سوله‎ییزې حل لپاره اعتقاد پيدا نه کړ.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم وویل:«هره پرېکړه چې کېږي باید په سوله پای ته ورسېږي چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده. او هغه اوربند او د جګړې پای دی.»

له بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکې ګواښ کوي که پر افغانانو طالباني نظام وتپل شي په هېواد کې به جګړه دوام وکړي.

د ولسمشر ځانګړې استازې او د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیره  سیما سمر څرګنده کړه:«بالاخره باید مذاکره وشي. هغه سوله چې په هغه کې د خلکو ګډون پراخ نه وي، د ښځو ګډون تضمین شوی نه وي او د جګړې د قربانیانو تضمین نه وي، دا پایداره سوله نه ده.»

له دې سره سره ولسمشر غني وايي د سولې بهیر مشري له افغان حکومت سره ده او د هغه په وینا که څه هم د خبرو پيل له شرط پرته دی، خو سوله به له شرطونو سره یو ځای وي.

شریک یي کړئ