د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې (د کب ۱۹مه) ناوخته په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د موازي حکومت له رامنځته کېدو او د زور له لارې د سیاسي اختلافونو له حل سره مخالف دي.
ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې واشنګټن له متحد او د ملي واکمنۍ لرونکي افغانستان پر ملاټر ټينګار کړی دی:«د ټول ګډونه حکومت ته لومړیتوب ورکول د سولې لپاره ډېر مهم دی.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر غني د لومړې له مراسمو سره هم مهاله عبدالله عبدلله هم چې هغه ته د ټول شموله حکومت ولسمشر وايي، لوړه وکړه.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې دواړو مشرانو په خپلو ویناوو کې څرګنده کړې چې د سیاسي کړکېچ د پای لپاره خبرو اترو ته چمتو دي او سوله ورته لومړیتوب لري.
هغه همدارنګه د بندیانو د تبادلې او مرکچي پلاوي لپاره د ولسمشر د فرمان له صادرېدو هرکلی کړی او ویلي یې چې دا کار به د افغانانو ترمنځ د خبرو لامل شي.
ولسمشر غني تېره ورځ (دوشنبې د کب په ۱۹مه نېټه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دویم ځل لپاره د لوړې مراسم ترسره کړل.
دغو مراسمو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، کابل کې د امریکا سفارت سرپرست، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر، کابل کې د کاناډا، اروپايي ټولنې، دنمارک، آسټرالیا، ناروې او المان سفیرانو ګډون کړی وو.
دا ټولې ننګونې له هغې وروسته زیاتې شوې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ولسمشرۍ انتخاباتو ګتونکی اعلان کړ، دا پرېکړه د عبدالله عبدالله له مخلافت سره مخامخ شوه او ښاغلي عبدالله له هغې وروسته د ټول ګډونه حکومت د جوړولو اعلان وکړ.
طلوع نیوز ته ځینې سرچینې وايي ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته د کابینې د څلوېښت سلنه او د سولې د عالي شورا د ریاست وړانديز کړی و، خو ښاغلي عبدالله د دغه وړاندیز په ردولو د لومړي وزارت دندې او یا هم د وزیرانو شورا د ریاست غوښتنه کړې وه، چې همدا چاره د څو ساعتونو لپاره د تحلیف مراسمو د ځنډېدو لامل شوه.