Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پومپیو: ایران د افغان د سولې بهیر د ګډوډولو لپاره فعالانه هڅې کوي

د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیاوو په زور اخیستو سره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې په تړاو په اندېښنې سره وایي چې دا هېواد د افغانستان د سولې بهیر ته د زیان رسولو په هڅه کې دی.

هغه په واشنګټن کې په خپله وینا کې وویل چې ایران د افغان سولې بهیر ته د زیان رسولو لپاره هڅه کوي او د هغه په وینا، په افغانستان کې د ایران لاسوهنه د اندېښنې وړ ده.

هغه زیاته کړه چې د ایران حکومت له طالبانو او هغوی ته ورته ډلو سره تړاو لري او د افغان سولې بهیر د ګډوډولو لپاره فعالانه هڅې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  مایک پومپیو په دې اړه وویل:«ایران د افغانستان د سولې لپاره  له سیمه ییزې او نړیوالې اجماع سره له یو ځای کېدو سرغړونه کړې ده او نن ورځ  هلته د بلواګرو ډلو د ملاتړ لپاره د خپلو اوږدمهالو او نړیوالو هڅو په دوام په فعاله توګه د سولې بهیر ته زیان رسوي.

پومپیو ټینګار کوي چې د ایران حکومت له طالبانو او هغوی پورې تړلو ډلو سره اړیکي لري.

ښاغلي پومپیو زیاته کړه:«ډېری خلک په عربي نړۍ کې د ایران د نیابتي شبکو په تړاو پوهېږي؛ خو د دغه هېواد رژیم له طالبانو او د حقاني؛ توره بوړې او ملا دادالله د ډلو په ګډون په هغوی پورې تړلو ډلو سره اړیکي لري. د طالبانو خپل منځي بېلوالی او د ایران کثیف کار به د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ورسوي»

ولسمشر غني چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او دغه راز د ایران له ولسمشر سره خبرې کړې دي؛ د سه شنبه پر ورځ د امریکا له دفاع وزیر مارک سپر سره د وروستیو سیمه ییزو پېښو په تړاو ټېلفوني خبرې وکړې .

ولسمشر د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي چې په دغو خبرو کې یې د امریکا له دفاع وزیر سره هوکړه کړې چې امریکا متحده ایالتونو او ایران باید ترینګلتیاوې کمې کړي.

دا مایک پومپیو دا څرګندونې په بغداد کې د امریکا په هوايي بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د قومندان قاسم سلیماني له وژل کېدو او د تهران او واشنګټن تر منځ د ترینګلیاوو له زیاتېدو وروسته کېږي.

شریک یي کړئ