Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپیو: طالبانو باید سولې ته په رېښتیني توګه ژمن وي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کابل او پروان کې د طالبانو لخوا بریدونه غندلي او دغه ډله یې رېښتینې سولې ژمنتیا ته رابللې ده.

د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو سې‎شنې(د وږي په ۲۶مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې طالبان باید تاوتریخوالي او د افغانستان د خلکو راتلونکې د ورانولو پر ځای باید سولې ته په رېښتیني توګه ژمن شي.

امریکا وسله‎وال طالبان په افغانستان کې پر بې ګناه خلکو ،بنسټونو ،او زیربناوو باندي پر بریدونو تورن کړي دي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د طالبانو له لوري د کابل او پروان د تېرې ورځي خونړي بریدونهچې په ترڅ کې یې له ۵۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړ، ترهګریز بریدونه بللي دي.

د کابل او پروان په بریدونو کې له سلو ډېر کسان ټپیان شول.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپانې په بله برخه کې وسله‎وال طالبان د بريښنا د پایو په تخریبولو تورن بلل شوي چې له امله يې د هېواد پر ۱۱ ولایتونو له تېرو څو ورځو راهیسي برېښنا پرې شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو دغه ډول بریدونه د افغانستان خلکو او بنسټونو ته ښکاره بي باوري بللي چې له امله يې یوازې افغانستان ته زیان اوړوي.

امریکا وسله‎وال طالبان په افغانستان کې د بې ګناه خلکو پر وژنې او د ټولګټو بنسټونو پر ورانولو تورنوي

شریک یي کړئ