د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو وايي د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل په درشل کې، اړینه ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.
پومپیو افغانستان کې تاوتریخوالی د منلو وړ نه بولي او وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې تاوتریخوالی باید کم شي.
دی زیاتوي:«دوی یعنې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي. موږ تمه لرو چې طالبان د سولې هوکړې له مخې عمل وکړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز له طالبانو سره د سولې خبرو په موخه د افغان حکومت د پلاوي له معرفي کولو هرکلی کوي او هغه ټول شموله بولي.
په همدې حال کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال، اینګرید هایډن د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د راپور وړاندې کولو پر مهال افغانستان سره د امریکا یو میلیارډ ډالرو مرستو پرېکول اندېښمنونکي بولي او وايي اوسني بد اقتصادي او سیاسي حالت کې چې د کرونا ویروس ستونزه هم ده، د دغو مرستو پریکوڼ به بدې پایلې ولري.
هغه وړاندې وايي:«مرسته کوونکو بودجې باندې د افغانستان تکیې ته په کتو د مرستو کمښت به دغه هېواد لپاره سختې مالي، اقتصادي او ټولنیزې پایلې ولري. په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی، نو ډېر هېوادونه به د افغانستان په پرتله خپلو هېوادونو کې ستونزو ته پام کوي او افغانستان باید چې د نړیوالو قانع کولو لپاره دلایل ولري څو مرستې جذبې کړي.»
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه ډول پرمختګونو لپاره وايي چې د افغانستان په تړاو د امریکا پوځي او ملکي مرستې په منظم ډول څېړل کيږي:«موږ به خپله ارزونه د افغانستان په تړاو وکړو، نه یوازې امنیتي، بلکې بشرپاله مرستې به هم چې ورسره یې کوو، وارزوو.»
په همدې حال کې افغانسان کې د ملګرو ملتونو د استازي مرستیالو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافونو ته په کتو وايي چې اوس مهال افغان مشران باید د کار ویش په فکر کې نه وي او دوی باد د افغانانو او هېواد ګټې په پام کې ونیسي.