Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپیو له ملابرادر سره د بندیانو ازادولو پربهیر خبرې کړې

د حکومت لخوا د طالب بندیانو د ازادولو په درشل کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو قطر کې د یادې ډلې سیاسي مرستیال، ملا عبدالغني برادر سره د ويډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین پر ټویټر لیکلي، چې دواړو لوریو د افغانانو خپلمنځۍ خبرو پیل او د افغان حکومت له خوا د پاتې طالب بندیانو پر ازادولو ټینګار کړی.

تمه ده چې د افغان حکومت ۱۰۰۰ او د طالبانو ۵۰۰۰ بندیانو د تبادلې بشپړېدو سره د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیل شي.

د طالب بندیانو مسله کې د افغان حکومت یو تازه ګام دادی چې د ۴۰۰ لانجمنو بندیانو د ازادولو په اړه مشورې لپاره یې راتلونکې جمعه مشورتي لویه جرګه راغوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت اعلان کړی چې د ۴۰۰ بندیانو د ازادو د څرنګوالي په اړه به خلک په لویه جرګه کې چې ډېر ژر به جوړه شي پرېکړه وکړي.

ولسمشر غني د اختر په مناسبت په خپله وینا کې د طالبانو له خوا د اروبند د اعلان په بدل کې د نېک اقدام په توګه د طالبانو ۵۰۰ نورو بندیانو د ازادو په اړه خبر ورکړ او وې ویل چې د هغوی د ازادولو بهیر به د اختر په څلورمه بشپړ شي.

د ښاغلي غني په وینا د دغو ازاد شویو کسانو سره، د طالبانو د ازاد شویو کسانو شمېر به پنځه زره او ۱۰۰ تنو ته ورسېږي.

ولسمشر په خپله وینا کې اعلان وکړ چې تراوسه حکومت څلور زره او ۶۰۰ تنه طالب بندیان ازاد کړي خو هغه د اساسي قانون او د جزا قانون پر بنسټ د ۴۰۰ نورو بندیانو د ازادولو واک نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا دفتر د اختر په ورځو کې د حکومت لخوا د ۳۱۷ نورو طالب بندیانو له ازادولو خبر ورکړ.

یاد دفتر پر ټویټر پانې (یکشنبې د زمري په ۱۲مه نېټه) لیکلي وو چې دغه بندیان په پروان او نورو ولایتوو کې ازاد شوې.

د یاد دفتر د مالوماتو له مخې د تازه ازادو شویو بندیانو سره د ټولو هغه شمېر۴۹۱۷ ته ورسید.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي د طالب بندیانو ازادول به تر هغې دوام وکړي چې دغه شمېر ۵۱۰۰ ته ورسید.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کابو څلور سوه طالب بندیانو ازادولو پر سر اختلافونه لري او وايي چې د دغو شمېر کسانو پرځای چې طالبانو یې نومونه ورکړي او درانه جرمونه لري، حکومت به یې پر ځای ۵۰۰ نور طالب بندیان ازاد کړي.

شریک یي کړئ