Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پومپیو: واشنګټن لا هم له طالبانو سره هوکړې ته لېواله دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وايي چې واشنګټن لا هم له طالبانو سره هوکړې ته لېواله دی.

هغه له «سي ان ان»شبکې سره په مرکه کې څرګنده کړه چې امریکا به تر هغې مخته ولاړه نه شي څو طالبانو په یوې باالقوه هوکړه کې د خپلو ژمنو عملي کېدل ثابت نه‎کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي:«موږ لاهم «دا هوکړه»تر لاس لاندې لرو او لاهم ډېرې کارونه دي چې باید ترسره شي... خو په پای کې موږ باید عمل ووینو. نه ژمنې. موږ په دې لړ کې خپلو کارونو ته دوام ورکوو.»

پومپیو ټینګار کوي چې طالبانو څرګنده کړه چې د خپلو ژمنو د عملي کولو وړتیا او وس نه‎لري. د هغه په وینا که‎چېرې طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه‎کړي، امریکا به پر دغې ډلې خپل فشارونه کم نه‎‎کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړه:«زه فکر کوم - لکه‎څرنګه چې تاسې وینئ - که‎چېرې طالبان سم چلند ونه‎کړي، او په «خپلو ژمنو» عمل ونه کړي، د امریکا ولسمشر به فشارونه کم نه‎کړي.»

پومپیو زیاتوي که‎چېرې طالبان هغه مسایل چې له امریکا سره په وروستۍ هوکړې کې چې اوربند او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل په کې شاملېږي، عملي کړي نه دي، له دې ډلې سره به هېڅ هوکړه لاسلیک نه شي.

هغه وویل:«که‎چېرې دا موردونه عملي نه‎شي، موږ به هېڅ معاملې ته چمتو نه شو.» 

ډونلډ ټرمپ نن سهار اعلان وکړ چې طالبانو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د غوښتنو نه منلو له امله له دې ډلې سره د سولې خبرې اترې ودرولې.

خو طالبانو په یوې اعلامیه کې، وویل چې دغه ډله د سولې خبرو ته ژمنه ده، خو د هغوی اصلي غوښتنه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي چې د دغې موخې د پورته کېدو لپاره به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ