Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پومپیو: ټرمپ افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمېدو په هڅه کې دی

دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو سره هم‎مهال، د اسټرالیا د دفاع له وزیرې سره یوې ګډې خبري غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د شمېر کمېدو په اړه د یوې سیاسې لارې په لټه کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو څرګنده کړه:«ولسمشر ټرمپ ډېر روښانه وویل چې د هغه غوښتنه د یوې سیاسي حل لارې پیدا کول دي چې اجازه ور نه کړي چې په افغانسان کې زموږ امنیتي ځواکونه او سرچینې کې کمې کړو. او له دې سره جوخت ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان هېڅکله بیا د ترهګرو ډلو لپاره پر امن پټن‎ځای او د امریکا پر وړاندې په خطر بدل شي.»

د اسټرالیا دفاع وزیره بیا وايي، د افغانستان ستونزه سیاسي حل لري او هېواد یې د خبرو له لارې د سولې په هوکړې او همدا ډول راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو پورې تړلی دریځ لري.

د اسټرالیا د دفاع وزیره لیندا رینولډس وویل:«موږ به د سیمه‌ییزو مسایلو او تر خوا یې د ځینو نورو خبرو په تحلیل سره د افغانستان په اړه پرېکړه وکړو، خو ټینګار کوو چې هر هغه کار چې کوو باید د افغانستان د حکومت په سپارښتنه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دی.

له دغو خبرو خبرې سرچینې وايي چې په دغه پړاو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال‎وېش او همدارنګه د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کموالي په اړه خبرې اترې کېږي. 

دغه سرچینې زیاتوي، چې امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې څو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو او اډو شمېر کم کړي.

په ورته وخت کې سرچینې وايي، امریکايي او طالب استازي هوکړې ته نږدې شوي چې د امریکايي عسکرو شمېر اته زرو ته را کم شي.

په ورته وخت کې دوحه کې د طالب استازو ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، شونې ده چې دواړه لوري له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو په اړه پر یو مهالوېش او همدا ډول د افغانانو ترمنځ د خبرو په اړه سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه