Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوهنې وزارت له اداري فساد سره د مبارزې په موخه۱۶سپارښتنې عملي کړي

له اداري فساد سره د مبارزې څارنې او ارزونې ګډه خپلواکه کمېټه وايي چې پوهنې وزارت، د بیاکتنې او د پوهنې وزارت د کوچني کولو، د ښځو د ګډون زیاتوالي، د پالیسیو تدوین او په ګومارنه کې روڼتیا، په برخه کې د دغه بنسټ سپارښتنې یې اجرايي کړې دي.

پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو راوستو لپاره د ۱۱۳ سپارښتونو له ډلې، شپاړلس سپارښتنې د تېرو ۱۶ میاشتو په لړ کې اجرايي شوي دي، خو له اداري فساد سره د مبارزې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې ویلي چې په تېرو درې میاشتو کې پوهنې وزارت هېڅ سپارښتنه یې په بشپړه توګه عملي کړې نه ده.

د پوهنې وزارت پر جوړښت له سره غور کول، د ښځو د ونډې زیاتوالی، د تګلارو جوړول او د ګمارنې په بهیر کې د رونټیا رامنځ‌ته کول له هغو شپاړسو سپارښتنودي چې په تېرو شپاړسو میاشتو کې په بشپړه توګه د پوهنې وزارت له‌خوا عملي شوي دي.

دغې کمېټېپوهنې وزارت کې د اداري فساد د شتون په اړه د خپلې ارزونې لومړنی رپوټ د تېر کال لړم میاشت کې خپور کړ.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې رییس باري سلام وايي:«د څار او ارزونې کمېټې له خوا یو لړ وړاندیزونه وو چې د ۱۱۳ سپارښتنو له ډلې ۱۶ سپارښتنې په بشپړه توګه اجرايي شوي او په ځينو دغو سپارښتنو کار پیل شوی دی. تدارکاتي کارونه، ودانۍ او تر یوه بریده د ګومارنې او مسلکي زده‎کړو، تر یوه بریده د پوهنې له وزارته جلا شوي دي.»

د پوهنې وزارت د سکټوري اجنډا په هکله یوه ارزونه ښيي چې د پوهنې وزارت مشرتابه په دې وزارت کې د اصلاحاتو راوستو لپاره ژمنتیا لري.

د ارتباطاتو د برخې مسوول مدثر اسلامي څرګنده کړه:«نوي مشرتابه د کابل او ولایتونو په کچه نوي اصلاحاتو ته مخه کړې چې له هغې ډلې د پوهنې وزارت د اصلاحاتو د جامع پلان تصویب کولای شو یاد کړو.»

د دې کمېټې څېړونکی وايي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون په همکارۍ د ښوونکو ګومارل او د بانکونو له لارې د ۶۲ سلنه ښوونکو د معاشونو ورکول، پوهنې وزارت کې د فساد له کمښت سره مرسته کړې ده.

څېړونکی حسن رضایي زیاتوي:«په حقیقت کې د دغې سیسټم جوړونې یوه پایله دا ده چې په پوهنې وزارت کې د بډو اخیستل او د اداري فساد کچه کمه شي.»

له فساد سره د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې د تېر کال په لړم میاشت کې د پوهنې په وزارت کې د اداري فساد د زیانونو د ارزولو په هکله یو راپور خپور کړ او د اصلاحاتو د رامنځ‌ته کولو لپاره یې دغه وزارت ته ۱۱۳ سپارښتنې ورکړې چې تراوسه یې شپاړس په بشپړه توګه عملي شوې دي.

پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو راوستو لپاره د ۱۱۳ سپارښتونو له ډلې، شپاړلس سپارښتنې د تېرو ۱۶ میاشتو په لړ کې اجرايي شوي دي.

شریک یي کړئ