Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوځيانو ته د سون توکو چمتووالي کې پر بې پروایۍ د تدارکاتو تورنېدل

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون د تدارکاتو ملي اداره د هېواد پوځي ځواکونو ته د سون توکو د چمتووالي په برخه کې په بې پروایۍ تورن وي.

د دغه کمېسیون غړي وايي چې تراوسه د هېوا په ځينو برخو کې دولتي ځواکونو ته د سونګ توکي نه دي استول شي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون غړی علي اکبر جمشیدي چې د افغان ځواکونو د وضعیت ارزونې په موخه د یوه پلاوي په ترکیب کې هرات، بادغیس، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو ته تللی و، دغو ځواکونو ته د سون توکو پر نه رسېدو نیوکه کوي.

ښاغلی جمشیدي زیاتوي:«د قول اردو چارواکي وايي کله چې له تړونوال سره لږ سخت دریځي وکړو او د هغوی بې کیفیته توکي وا نه خلو سملاسي زموږ مسوول لیرې کړل شي.»

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست هم په دې اړه وايي:«دا تر ټولو ستر خیانت دی، له دغو کسانو سره چې خپل ځان او سر قرباني کوي، کېږي، په داسې حال کې چې د قانون په سمون د لیندۍ له ۱۵مې مخکې باید د سونګ توکي دوی ته ورکړل شي.»

د ملي تدارکاتو ادارې، د یو شمېر تړونونو نه عملي کېدل او همداراز دولتي ځواکونو ته د سونګ توکو د نه رسېدو لامل، په تدارکاتي چارو کې د ستونزو شتون بولي؛ خو زیاتوي چې، دغه اداره کولی شي، په دې برخه کې لاس په کار شي.

د ملي تدارکاتو ادارې د ستراتېژیکو اړیکو مسوول رامین ایاز څرګندوي:«د خپله دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د پیسو واک تر نورو ټولو بنسټونو ډېر دی، دوی کولای شي خپل د اړتیا وړ توکي وپېرلي.»

خو ملي دفاع وزارت وايي چې، خپلې تدارکاتي چارې یې پر وخت ترسره کړې دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل:«ملي دفاع وزارت د خپل ژمني پلان په سمون کې خپلې ټول تدارکاتي پروګرامونه یې په خپل وخت طرحه او اجرا کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ولسي جرګې د شنبې ورځې په عمومي ناسته کې د یادې جرګې یو شمېر غړو تدارکاتي بنسټونه پر فساد تورن کړل او د جګړو د نه کمښت او د دولت د وسله والو مخالفینو د بریدونو د ډېروالي یو لامل د افغان ځواکونو د اړتیاو د برابرولو په برخو کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو بې غوري په ګوته کړې ده.

د تدارکاتو ملي اداره، دولتي ځواکونو ته د سونګ توکو نه چمتووالی، په تدارکاتي پلان جوړونه کې د ستونزو له امله ګڼي.

شریک یي کړئ