Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیکا کې د ماشومانو سخت کارونه

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې یو شمېر ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي، دوی وايي کورني بد اقتصادي حالت اړ کړي دي چې چې درانه کارونه وکړي.

دوی له د حکومته غواړي چې هېواد کې د کار زمینه ورته برابره کړي.

 په ورته مهال د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان مني چې په دغه ولایت کې د کار نشتوالی ماشومان اړ کړي چې شاقه کارونه وکړي .

سایمه هم یوه له هغو ماشومانو ده چې په سخت کار بوخته ده او خښتې باسي.

نوموړې وايي:«درانه قالبان چلوو، ځکه پلار مو غریب دی، غواړو ورسره مرسته وکړو. باید دولت راسره مرسته وکړي.»

همداراز بل ماشوم، فاروق زیاتوي:«دلته کار کوو، پلار مې سپین ږیری  دی، خور مې هم راسره کار کوي، خټې جوړوي. له دولت نه هیله لرو چې یو کار موږ ته پیدا کړي، ترڅو زده کړې وکړو.»

د پکتیکا ولایت  د مرګز ښرنې نه بلکې د ولسوالیو زیاتره ماشومان چې د خښتو په بټیو کې کار کوي خراب اقتصادي وضعیت یې ښوونځي ته د تګ مخه نیولې ده دوي له حکومت څخه غواړي چې په هیواد کې دننه د کار زمینه برابره کړي.

د پکتیا بل اوسېدونکی، ګل خان زیاتوي:«دا وخت د ماشومانو د زده کړې دی، خو دوی غریبان دي دلته کار کوي، د څلورو او پنځو کالو ماشومان هم دي.»

که څه هم د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان  د هغو ماشومانو کره شمیره په واک کې نه لري چې په دغه ولایت کې څومره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي خو وايي د مرګز ښرنې او ولسوالیو په شمول زرګونه تنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرست، عبدالمجید وايي:«د ماشومانو د کار لامل دا دی چې کار نشته، کسب نشته، خلک بیکاره دي، زمینه د کار نه ده برابره، دلته فابریکې نشته.»

پکتیکا کې په داسې حال کې ماشومان شاقه کارونه کوي، چې په دې ولايت کې هېڅ ډول فابريکې او ورته نور د کار ځايونه شتون نه لري.

دا د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند هغه سيمه ده، چې واړه ماشومان پکې له سهاره تر ماښامه په سره ګرمۍ کې د خښتو په بټۍ کې کار کوي.

فاروق او سایمه سره ورور او خور دي پلاره یې بې کاره دی او کورنۍ يې افتصادي ستونزو سره مخامخ ده نو دوي اړ دي سهار څخه تر ماښامه پورې خښتې وکاږي.

شریک یي کړئ