د پکتیکا په مټا خان ولسوالۍ کې پولیس وايي د امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري د امنیت د ډاډمن کېدو لامل شوې.
د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان، څارمن عبدالودود اندړ وايي د ولسوالۍ د امنیت لپاره پولیس شپه او ورځ ګزمې او هغه له پولیسو سره د امنیت په تامین کې همکاري اغېزمنه بولی.
ښاغلی اندړ زیاتوي:«که د هرې ولسوالۍ امنیه قومندانان له خلکو سره کار وکړي نو هغوی هم کولی شي چې د مټاخان په څېر امنیت تامین کړي.»
د مټا خان ولسوالۍ اوسیدوونکي وايي د تېرو کلونو پرتله د ولسوالۍ امنیت ډاډمن شوی، خو په کې پراختیايي پروژې نه دي عملي شوي.
د مټا خان ولسوالۍ اوسیدوونکی، عبدالقاهر همتیار زیاتوي:«منیت تامین شوی، خو بیا رغونه نه ده شوې، د نجونو ښوونځی نلرو، پروژې نه دي عملي شوي، ځوانانو ته کار نشته او دولت دلته دمور او میرې چلند کړی دی.»
همداراز د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی، ګل خان وايي:«اوس چې پوستې جوړې شوې دي ډېر حالت ښه شوی دی، خلک آرامه شوي دي.»
د پکتیکا مټا خان ولسوالۍ د مرکز ښرنې څخه شاوخوا دېرش کیلو متره واټن لري چې د پکتیا زرمت او د غزني دییاک له ناامنو ولسوالیو سره پوله لري.