Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځايي اوسېدونکي: د دولتي ځواکونو عملیاتو کې ۴ تنه مُلکیان وژل شوي

د میدان وردکو ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په سیداباد ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو عملیاتو کې څلور تنه مُلکیان وژل شوي او درې تنه نور یې ژوبل شوي دي.

دوی وایي چې امنیتي ځواکونو د شپنیو عملیاتو په لړ کې دری تنه مُلکي کسان له ځان سره وړي او یو شمېر کورنه یې ویجاړ کړي دي.

د سیداباد یو قومي مشر محمد رفیع په دې اړه وویل:«درې تنه شهیدان شوي او نور کسان چې دلته وو ټپيان شوي. د خلکو کورونه ویجاړ شوي دي.»

خو د میدان ودرکو د والي ویاند وایي چې دغه عملیات د طالبانو د یوه ځاي مشر په کور ترسره شوي دي.

هغه ویډیو چې طلوع نیوز ته رارسېدلې د دې ښودنه کوي چې ځينې کورونه ویجاړ شوي، هغه کورونه چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د امنیتي ځواکونو له خوا ویجاړ شوي دي.

د سید اباد اوسېدونکی نقیب الله په دې اړه وايي:«موږ خو تباه شو موږ څه ګناه لرله؛ موږ کارګر خلک یوو.»

د سیمې بل اوسېدونکی حفیظ الله هم څرګنده کړه:«هر څه یې هوار کړي؛ هېڅ شی نه دي پاتې حتا څه نشته چې ویې خورو.»

د میدان وردګو د والي ویاند وايي په دغو پوځي عملیاتو کې د طالبانو د یوه سیمه‎ییز قومندان کور په نښه شوی وه او یوازې دوه ملکیان ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل په ډاګه کړه:«د دغو عملیاتو په لړ کې درې تنه مخالفان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي او درې تنه نور هم نیول شوي دي د عملیاتو په لړ کې شونې ده ولسي وکړو ته هم زیان رسېدلی وي.»

د میدان وردګو ولایت د تنګي درې سیمه د دغه ولایت له نا امنو سیمو بلل کېږي د دغه ولایت سیمه‎ییز چارواکي دا سیمه په سید اباد ولسوالۍ کې د طالبانو اصلي مرکز بولي.

باشنده‎گان ولسوالی سیدآباد ولایت وردک ادعا می‎کنند که در جریان عملیات نیروهای امنیتی در این ولسوالی، تلفات جانی و مالی به باشنده‎گان این ولسوالی وارد شده است.

شریک یي کړئ