Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څارنوالۍ ته د قیومي د معرفۍ په تړاو د ولسي جرګې مالي کمېسیون ګواښ

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې د کمېسیون نن ورځې (یکشنبې د لیندۍ ۱۷مه) غونډه کې پر هغه څه چې په بودیجه کې ناقونانه لاسوهنه او د مالیې وزارت د سرپرست او د ولسمشر غني د سلاکار همایون قیومي د سفرونو لپاره د نامحدودو لګښتونو تر لاسه کول بلل کېږي بحث وکړ.

د دغه کمېسیون غړي ګواښ کوي که چېرې د دغه بنسټ د چهارشنبې ورځې په غونډه کې همایون قیومي په دې برخه کې سپیناوی وړاندې نه کړي لویې څارنوالۍ ته به وروپېژندل شي.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجي د کمېسیون غړی ظاهر سالنګی څرګندوي:«موږ اندېښنه دا ده؛ په هغو شرایطو کې چې موږ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان یوو، یو کس ته سپین چک ورکول کېږي.»

د ولسي جرګې غړی محمد میرزا کټوازی هم وايي:«هغه ډېرې پیسې چې لګول شوې دي ټولو خلکو ته دې مالو شي چې په کومه موخه لګول شوې دي او وروسته هغه څه چې د قانون خلاف وي، یوازینی غوراوی چې پارلمان یې لري، مجبوراً د مالیې وزیر څارنوالۍ ته معرفي کړي.»

هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي د دې ښودنه کوي چې همایون قیومي کابو ۱۵ورځې مخکې د بهرنیو سفرونو لپاره د همیشنۍ اجازې ترڅنګ د نامحدوده لګښت غوښونکی شوی او دا غوښتنه یې منل شوې هم ده. 

بل خوا د روڼتیا د څاربنسټ وایي چې د ناقانونه کړنو په تړاو نه ځواب ویل به روڼتیا له پوښتنې سره مخ کړي.

د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ رییس محمد اکرام افضلي وویل:«له بودیجې بهر د لګښتونو په اړه د ولسمشرۍ ځواب نه ویل د قانون په خلاف دي او دا د دې ښودنه کوي چې حکومت روڼتیا او خلکو ته ځواب ورکولو ته حاضر نه دی.»

خو ارګ وایي چې حاضر دی د دغو کړنو په تړاو ځواب ووايي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په دې اړه څرګندوي:«ټول سفرونه... رسمي دي او د خپلو ټولو رسمي سفرونو، په اړه وخت پر وخت ولسمشر ته رپوټ ورکړی دی.»

له دې مخکې هم د طلوع نیوز د یوه رپوټ له خپرولو وروسته د مشرانو جرکې د شکایتونو کمېسیون همایون قیومي یې د «دولتونو د اغېزمنتیا» انسټېټیوټ او د افغانستان په حکومت کې د دغه بنسټ ناشفافه کړنو له امله څارنوالۍ ته معرفي کړی و.

سرپرست وزارت مالیه، قرار است در نشست روز چهارشنبۀ کمیسیون مالی و بودجۀ مجلس دربارۀ این موارد توضیحات بدهد.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه