د افغانستان د څیړنیز، علمي او استراتیژیک مرکز مرستیال، ایمل لیان نن( د تلې۵مه) د هیواد د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژل کیدو د شلم تلین په یاد غونډه کې وویل چې نوموړی سیمې اسخباراتو د پلان له مخې وژل شوی او دا پروګرام د پاکستان دپوځ او استخباراتو له عملی شو.
ښاغلي لیان زیاته کړه، داسې شواهد شته چې د ښاغلي نجیبالله د وژلو په اړه حقیقتونه روښانه کوي.
نوموړی زیاتوي د ملګرو ملتونو له دفتره د ډاکټر نجیب الله په ایستلو کې د پاکستان د نورو جنرالانو ترڅنګ د پاکستان پخواني لوی درستیز اسلم بیک، جنرال حمید ګل او نصیر الله بابر لاس درلود.
ایمل لیان زیاته کړه:«داسې اسناد شته چې د پاکستان د څارګرې ادارې جنرالان، لکه: د پاکستان پخوانی لوی درستیز اسلمبیګ، جنرال حمید ګل، نصرالله بابر د نورو هېوادونو هم لاس درلود چې د پاکستان استخباراتي او پوځي ادارې د ا پلان عملي کړ او داکټر نجیبالله یې وواژه.»
ښاغلی لیان زیاتوي:«ډاکټر نجیبالله د خلکو یووالی غوښته او غوښتل یې چې سوله د افغانستان د خلکو لپاره راولي؛ خو هغه یې وواژه.»
په همدې حال کې د ډاکټر نجیبالله پلویان د له نوموړي د بېساري څېرې په توګه یادونه کوي.
د ډاکټر نجیبالله پلوی، سلیمان لایق څرګندوي:«ډاکټر نجیبالله له خلکو سره ډېره ښه اړیکه درلوده. یو صادق او له خلکو سره کس وه.»
همداراز د ډاکټر نجیبالله بل پلوی، آرین خیبر زیاتوي:«د ډاکټر نجیبالله له وژنې ۲۰ کاله وروسته لیدل کېږي چې ستونزې لا هم شته دي او د ډاکټر نجیبالله غوښتنې چې د خلکو یووالی وه لا هم نه دي ترسره شوي.»
کله چې طالبان شل کاله مخکې کابل ته راغلل نو پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیبالله یې له خپل ورور جنرال احمدي سره د ملګرو ملتونو له دفتره ویستل او د کابل په آریانا څلور لاره کې یې د پرېښنا پر ستنې وځړول او ویې وژل. طالبانو د دوی مړي هملته ځوړند پرېښودل تر څو د لارې لاروي یې وګوري.