د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د شورتیپې د امنیه قومندانۍ ودانۍ او یوه امنیتي پوسته چې طالبانو نیولې وه، بېرته افغان ځواکونو په خپله ولکه کې کړه.
دوی زیاتوي چې افغان ځانګړې ځواکونه یادې ولسوالۍ ته ورسېدلې او طالبان وتښتېدل.
د بلخ د والي ویاند، منیر احمد فرهاد وايي چې طالبانو دوشنبې د شپې(د تلې په ۸مه نېټه) پر شورتېپې ولسوالۍ برید وکړ.
ښاغلی فرهاد زیاتوي چې په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې ساعتونو دوام وکړ چې یو شمېر افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله واوښته، خو دا چې څو تنه افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او څو تنه ټپیان دي، کره څه نه دي ویل شوي.
د ازبکستان په پوله شورتپه ولسوالي د بلخ ولایت زیانمنونکې سیمه ده، طالبانو د دوشنبې په شپه د دې ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید وکړ.
طلوع نیوز ته ځینې سرچینې وايي د شورتپې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ چې کابو شپږ کیلومتره د ولسوالۍ له مرکز سره واټن لري، د څو ساعتونو لپاره د طالبانو په واک کې وه، د ځینو سرچینو په وینا طالبانو دوولس افغان پوځیان هم نیولي دي.
طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د شورتپې ولسوالۍ ودانۍ یې نیولې او همداراز د امنیتي ځواکونو یو اندازه وسلې یې ترلاسه کړې خو د بلخ سیمه ییز چارواکي دا ادعا نه مني.
له دې سره په یو وخت د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي له دوو ورځو راهیسې د جوزجان د درزاب ولسوال او امنیه قوماندان له لسګونه ولسي پاڅون والو او سیمه ییزو پولیسو سره د طالبانو په کلابندۍ کې دي.