Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: طالبانو د بلخ شولګره کې ۸ ملکیان وژلي دي

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د اتو ملکي کسانو له وژلو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وايي چې طالبانو تېره ورځ(سې‎شنبې د وري په ۱۹مه نېټه) دا ملکیان د شولګرې ولسوالۍ له نهرسرخ کلي، بېولي وو چې څو ساته وروسته یې وژلي دي.

د بلخ ولایت د ملي امنیت د رسنیو دفتر هم خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بلخ ولایت د ملي امنیت د رسنیو دفتر ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

شریک یي کړئ