Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: طالبانو د سمنګان درې تنه اوسېدونکي په ډزو سره وژلي

د سمنګان د امنیه قومندانۍ چارواکو د سې‎شنبې په ورځ (د وږي په ۵مه) د دې پخلی وکړ چې طالبانو د سمنګان درې تنه هغه اوسېدونکي په ډزو سره ووژل چې تېر اوونۍ برمته شوي وو.

طالبانو یوه اوونۍ مخکې د سمنګانو د ولایتي شورا غړي سید حلیم ساداد په ګډون د دغه ولایت پنځه تنه اوسېدونکي د بغلان له چشمه شېر سیمې څخه وتښتول چې سید حلیم سادات او یو بل کس یې درې ورځې مخکې په ډزو سره وژلي او درې وو.

د بغلان پولیس وايي د درې تنه نورو چې د طالبانو په برمته کې وو، مړي یې نن په بغلان کې موندل شوي دي.

دا درې تنه د سمنګان قومي مشران وو.

خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. 

شریک یي کړئ