Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: پر کمال خان بند د طالبانو برید شنډ شوی

د نیمروز ولایت امنیتي چارواکي وايي د دې ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې یې پر کمال خان بند د طالبانو برید شنډ کړی دی.

د نمروز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، ولي احمد سریع وايي طالبانو تېره شپه(سې شنبې د لړم په ۲۲مه) غوښتل چې پر کمال خان برید وکړي، خو د امنیتي ځواکونو لخوا یې برید شند شو.

دی وايي طالبانو د کمال خان ته نېږدې د پولیسو پر چورازر پولیس برید وکړ،  خو د پولیسو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.

ښاغلی سریع زیاتوي چې په نښته کې دوو پولیسو ژوند له لاسه ورکړ او یو بل ټپي شو.

دی وايي په دې برید کې ۵ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نیمروز امنیتي چارواکي وايي طالبانو د کمال خان ته نېږدې د پولیسو پر "چورازر" پولیس برید وکړ،  خو د پولیسو له سخت غبرګون سره مخامخ شول

شریک یي کړئ