د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ماښام (د وږي په ۱۶مه) له افغانستان او چین څخه د خپلو سیالانو کوربه و.
د افغانستان د سولې موضوع د دغو درې بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو مهمه هغه وه. په دغې ناسته کې، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاحالدین رباني، په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي لامل طالبان وبلل.
هغه زیاته کړه:«افغان حکومت د سولې بهیر په اړه خپلې ژمنتیا ته دوام ورکوي؛ کهڅه هم د سولې له هڅو سره هممهاله، طالبانو تراوسه سولې ته واقعي ژمنه نه ده ښودلي. دا وضعیت د دې ښودنه کوي چې هغوی تصمیم لري چې خپلو ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکړي او هره ورځ بې ګناه افغانان له هرې ډلې ووژني.»
دا غونډه د افغان سولې په اړه د ډونلډ ټرمپ له وروستیو څرګندونو مخکې جوړه شوې وه او له همدې امله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د افغانانو ترمنځ د مذاکرې نږدې کېدو ته خپل هیجان پټ نه کړئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه وویل:«موږ د سولې بهیر د پرمختګ په اړه هیجان ته راغلي یوو. تاسو ته بریا غواړم او هیله لرم چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې د لاسلیک له دې پړاو څخه، بل پړاو ته چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات دي حرکت وکړو.»
د چین د بهرنیو چارو وزیر هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو ټینګار وکړ، د افغانانو ترمنځ مذاکرې او د افغانانو په مالیکت او مشرۍ د سولې بهیر، په افغانستان کې د پخلاینې یوازینۍ لار ګڼي؛ خو اوس دا مذاکرات له نامالوم برخلیک سره مخ دی.
وانګيي څرګنده کړه:«موږ د طالبانو په ګډون ټول لوري رابولو چې له دغې تاریخي موکې ګټه واخلي. هغوی رابولو چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات پیل کړي او ډېر ژر یوه راتلوونکي سیاسي نظام ته ورسېږي چې د ټولو لورو لپاره د منلو وړ وي. غواړو چې لاسونه مو سره یو کړئ او د پخلاینې دروازه پرانیزئ.»
د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته، د لومړي ځل لپاره دوه کاله مخکې پیل شوه او د هغه دوه مخکني پړاونه په کابل او بېجنګ کې ترسره شول. ټاکل شوې چې راتلوونکې ناسته په ۲۰۲۰ز کال کې چین کې جوړه شي.
په دې اړه مو اندونه