Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډېوېډ پټریوس: طالبان له القاعده شبکې سره نه شلېدونکې اړیکې لري

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پخواني قومندان جنرال ډېوېډ پټریوس وايي چې طالبان له القاعده شبکې سره نه شلېدونکې اړیکې لري.

پټریوس د امریکا د امنیتي چارو له یوه شنوونکي ونس سرچوک سره په یوې ګډې مقاله کې لیکلي چې طالبانو په هڅه کې دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم افغان حکومت راوپرځوي.

ښاغلي پټریوس په یوه مقاله کې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د لغوه کېدو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا مذاکرات باید هغه وخت بېرته پیل شي چې طالبان له ترهګرو ډلو سره بشپړې اړیکې وشلوي.

د دغې مقالې په یوې برخه کې چې واشنګټن پوسټ خپره کړې راغعلي دي:«د افغانستان د خاورې د نه استفاده کېدو په اړه د طالبانو ژمنه، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره چې د پاکستان له امنو پټن ځایونو ګټه اخلي د هغوی د اړیکو د پرېکون په مانا نه ده. د سولې یوه هوکړه چې دا خطر په پام کې ونه نیسي، کومه مانا نه ورکوي. طالبانو باید له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې او له ترهګرۍ سره د جګړې په برخه کې له امریکا سره فعاله همکارۍ ته اراده څرګنده کړه.»

له ترهګرو ډلو له هغې ډلې له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو پرېکون، یو له هغو موردونو وو چې د امریکا او طالبانو د سولې خبرو اترو پر هغه په اصول کې هوکړه شوې وه.

دا هر څه په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني تېره ورځ اعلان وکړ چې د حقاني شبکې درې مهم غړي انس حقاني، مالي خان او حفیظ رشید په مشروطه توګه به ازاد شي.

ښاغلي غني وویل چې ټاکل شوې دا کسان د افغانستان - امریکايي پوهنتون د استادانو په بدل کې چې په ۲۰۱۶ کال کې له کابله تښتول شوي دي بدل کړي.

خو سرچینې وايي چې دغه کسان، له هغې وروسته چې قطر ته یوړل شول، بېرته د بګرام زندان ته ولېږدول شول. 

له دې ټولو سره، د کابل ځينې اوسېدونکي د دغو کسانو د ازادېدو په غبرګون کې، نن جمعه (د لړم په ۲۴مه) په لاریون لاس پورې کړ.

د افغانستان د پېوستون ګوند غړې سیلۍ غفار په دې اړه وویل:«د انس حقاني له ازادولو سره، افغان حکومت، د زرم ځل لپاره خپله غلامي ثابته کړه.»

د حقاني شبکې د دغو درې غړو د ازادولو پرېکړې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غبرګون هم پارولی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رسنیو دفتر مسوول ذبیح الله فرهنګ په دې اړه وايي:«تر هغې چې عدالت، حساب ورکړه او د قانون تامین په پام کې ونه نیول شوي، هغه سوله نه شي کولای چې عادلانه وي او د افغانستان د خلکو د تایید وړ وي.»

د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان وردګ هم وویل:«تراوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ لازم اعتماد نه دی رامنځته شوی - کولای شي یو دلیل همدا وي.» 

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي تر هغه چې انس حقاني، مالي خان او حفیظ رشید له بنده ازاد نه شي، هغوی به هم د افغانستان - د امریکايي پوهنتون دوه استادان ازاد نه کړي.

شریک یي کړئ