Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د خلیلزاد ټینګار

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر سره تر خبرو وروسته ویلي چې، د سولې بهیر پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره باید د بندیانو د خوشې کولو بهیر دوام ومومي.

زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې، افغانستان تر هر بل وخته د افغانانو تر منځ د خبرو پیلېدو مهال ته نږدې شوی دی.

هغه لیکلي:«موږ د بین الافغاني مذاکراتو هدف ته له پخوا هر وخت ډېر نږدې یوو. ټولې خواوې باید د مذاکراتو مېز ته د ژر تر ژره ورتلو لپاره کار وکړي او ورانکاري پرې نه ږدي چې بهیر تضعیف کړي او د سولې لپاره د افغان خلکو هیلې او ارمانونه وغولوي.»

ولسمشر اشرف غني هم په دې اړه ویلي«موږ د طالبانو یو پلاوی په کابل کې لرو چې د بندیانو شمېر ارزوي. نن باید د طالب بندیانو د خوشې کولو شمېر له ۳ زرو اوښتی وای. ژمنې لا پاتې دي. ما او همکارانو مې پرېکړه کړې چې، ۲ زره نور طالب بندیان به ډېر ژر خوشې کړو او ډېر ژر به د هغه نېټه هم اعلان شي.»

له دې سره سم، طالبانو په غزني او میدان وردګو کې د ۴۶ دولتي ځواکونو د خوشې کولو خبر ورکړی دی.

په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند زیاته کړې چې، د ۵ زره طالب بندیانو د خلاصون بهیر له بشپړېدو وروسته به طالبان د یوې اوونۍ په اوږدو کې د افغانانو تر منځ د خبرو لپاره چمتو شي.

له دې سره سم، د هېواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له هغه دریځه چې، د بندیانو د خوشې کېدو بهیر له بشپړېدو وروسته د افغانانو تر منځ د خبرو لپاره چمتوالی لري، هر کلی کړی او همداراز یې له دواړو خواوو غوښتي چې، د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او دغه بهیر په بریا سره پای ته ورسوي.

د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو لپاره د افغان حکومت له لوري د ۵ زره طالبانو او همداراز د طالبانو له لوري د دولتي ځواکونو د زرو بندیانو خلاصون یو شرط په ګوته شوی وو؛ خو بیا هم د درېیو میاشتو په تېرېدو سره دغه بهیر نه دی بشپړ شوی.

ښاغلی خلیلزاد وايي چې د سولې بهیر پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره باید د بندیانو د خوشې کولو بهیر دوام ومومي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه