Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د ودونو په یوه تالار کې چاودنې څه باندې ۶۰ تنه وژلي

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې یوه ځانمرګي بریدګر، تېره شپه لس نیمې بجې (شنبه د زمري په ۲۶مه) د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند سیمې کې د (شهر دوبۍ) ودونو تالار کې د واده مراسم په نښه کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په دغې چاودنه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپيان دي.

د هغه په وینا، د قربانیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پېښې شاهدان وايي، کله چې چاودنه وشوه کابو ۱۲۰۰ تنو مېلمانو د شهر دوبۍ په هوټل کې حضور درلود.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو طالبانو په یوې خبرپاڼه کې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دوی له دغه برید سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

دا برید په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دوه اوونۍ مخکې هم، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې یوه ستره موټربم چاودنه وشوه.

خو د دغه برید مسوولیت طالبانو ومنه، چې په هغه کې څلوارلس تنه ووژل شول او څه باندې سل تنه نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ