د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېر ماښام (چهارشنبه، د لېندۍ ۷مه) په کابل ښار کې پر یو بریتانوي شرکت برید لس تنه وژلي او ۲۹ نور يې ټپیان کړي دي.
د سرچینې په وینا د نهمې امنیتي حوزې اړوند د څرخي پله پر سړک پر «جې فور اس» شرکت له موټر بم برید وروسته څلورو تنو بریدګرو جګړه پیل کړه، چې یو تن يې سهار د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت منلې چې په دې برید کې بهرنیان هم وژل شوي دي، خو د شمېر په اړه يې څه نه دي ویل شوي.
په سیمه کې د طلوعنیوز خبریال مسعود انصار وايي، چې د دې شرکت څلور تنه ساتونکي د چاودنې پر مهال وژل شوي دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او د ګڼو بهرنیو او کورنیو عسکرو د وژلو دعوه يې کړې.
د چارواکو په وینا د پېښې ډېری قربانیان ولسي وګړي دي، چې د پېښې ځای ته نږدې کورونو هم زیان لیدلی دی.
جې فور اس، د بریتانیا یو لوی شرکت بلل کېږي، چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دی، دې دفتر منلې چې په کابل کې يې پر یاد دفتر برید شوی دی.