Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابلوف د امریکا استخباراتو غړي د نشه‌يي توکو په قاچاق تورن کړل

افغانستان  ته د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف «ټاس» رسنۍ ته په خبرو کې ویلي چې د امریکا د استخباراتو ځیني غړي افغانستان کې د نشه يي توکو قاچاق کې لاس لري.

کابلوف ویلي دوی هغه کسان دي چې روسیه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو وژلو لپاره د طالبانو په مالي ملاتړ تورنوي.

د کابلوف په وینا د امریکا استخباراتو الوتکې د کندهار او بګرام له هوایي اډو پرته له پلټنو او پوښتنې الوتنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي وو، روسیې افغانستان کې وسله والو پورې اړوند یوه حساب ته پیسې لېږدولې دي څو دغه وسله وال امریکايي سرتېري ووژني.

د دغې امريکايي ورځپاڼې په راپور کې راغلي وو، امریکايي چارواکو الکترونیکي مالومات ترلاسه کړي  دي چې د روسیې پوځي مالوماتو بنسټ لخوا ډېرې پېسې د طالبانو پورې اړوند یووه حساب ته ورغلي دي.

راپور کې همداراز زیاته کړې وه چې روسیه افغانستان کې د امریکايي او اېتلاف ځواکونو وژلو لپاره پيسې لګولې دي.

د نیویارک ټایمز راپور بله برخه کې همداراز بیان شوې وه، جنایتکارې ډلې د ایډیالوژیک پلوه له طالبانو سره ګډې ګټې نلري، خو د پیسو لپاره یې د امریکايي ځواکونو او بګرام پوځي اډې ته نېږدې بریدونو کې لاس درلود.

تېر کال افغانستان کې ۲۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي، خو دا نه ده څرګنده چې له ډلې یې څو وژنو کې روسیه تورنه بلل شوې ده.

مخکې له دې روسیې او طالبانو دا تورونه رد کړي وو.

شریک یي کړئ