Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابلوف: له افغانستانه د امریکا وتو سره د قدرت تشه نه رامنځته کیږي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف وايي که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو دې هېواد کې به د قدرت تشه رامنځته نشي.

نوموړي چې سې‎شنبې( د سلواغې په ۲۴مه نېټه) خبریالانو سره خبرې کولې زیاته کړه طالبان کولی شي چې په افغانستان کې له داعش سره د مبارزې په برخه کې بالقوه متحده ووسي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالډ ترمپ تېره اوونۍ ویلي وو چې له افغانستانه به خپل نیمايي سرتېري وباسي او زیاته کړې یې وه چې امریکا له طالبانو او افغان ډلو سره رغنده خبرې اترې درلودې.

له طالبانو د امریکا غوښتنه له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول دي تر څو د افغانستان له خاورې د عملیاتي اډې په توګه کار وانخلي.

په همدې حال کې تېره اوونۍ روسیې د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو  اترو ناسته جوړه کړه چې په کې طالبان په راتلونکو څو میاشتو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو غوښتنه وکړه.

کابلوف دا ناسته "د ملي پخلاینې پیل" وبلله، هغه زیاته کړه چې "افغانستان کې به د ځواک تشه رامنځته نشي. "

هغه وړاندې وویل: "کله چې ټول افغانان، کابل کې چارواکي او طالبان د سولې هوکړې ته سره ورسېدل او له یو بل سره جګړې پای ته ورسوي، وروسته به دوی د خپل دریځ سره سم له داعش سره مبارزه وکړي. "

په همدې حال کې د "تاس" په نامه د روسیې یوه خبري اژانس خبر ورکړی چې کابلوف به د روانې زیږدیزې میاشتې(فبروري) په ۲۲ مه نېټه ترکیه کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیزاد سره وګوري او د مسکو راتلونکې ناستې د چمتووالي په تړاو به سره خبرې وکړي.

ویل شوي چې د روسیې ځانګړی استازی به د افغانستان مسایلو په اړه له یو شمېر ترکي چارواکو سره هم مشورتي ناستې ولري.

کابلوف ټینګار کړی دی چې روسیه میله ده چې طالبان هم د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي.

هغه وړاندې وايي مسکو په دې باور دی چې اوس مهال د دې وخت رسېدلی ترڅو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو پر غړو تحریمونه پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو ته سفر پیل کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به بلجیم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان ته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې د خلیلزاد دا سفر به د روانې زیږدیزې میاشتې له لسمې تر ۲۸ مې پورې دوام وکړي.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د خلیلزاد دا سفر د افغان سولې لپاره د امریکا د هڅو یوه برخه ده او په دې لړ کې به د امریکا د ملي امنیت ګټې خوندي وساتل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې د افغانستان له حکومت سره پر افغان سوله سلا مشورې کوي.

ښاغلي کابلوف ویلي دي چې که امریکا ونه توانیږي له طالبانو سره د ځواکونو د ویستو هوکړه وکړي، نو اړ دي چې څو کاله نور هم افغانستان کې پاتې شي، خو دوی بیا په پای کې له دې هېواده وځي او دا ځل به په رسوايي وي

شریک یي کړئ