Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل او کندهار کې د جنرال عبدالرازق لومړنی تلین ولمانځل شو

د کندهار د پخواني امنیه قومندان لومړنی تلین نن (جمعه د تلې په ۲۶مه) د کابل د لویې جرګې په تالار او همدارنګه کندهار کې د هغه په زیارت کې ولمانځل شو.

کابل کې په دغو مراسمو کې ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، او ځينو نورو چارواکو او سیاستوالو ګډون کړی وو.

جنرال عبدالرازق د ۱۳۹۷ لمریز کال د تلې په ۲۶مه د کندهار د والي د یوه ساتونکي له خوا په ډزو سره ووژل شو او د دغې پېښې مسوولیت طالبانو منلی دی.

ولسمشر غني په دغو مراسمو کې په خپله وینا کې وویل کې د هېواد د پولیسو اکاډمي د جنرال عبدالرازق په نامه به ونومول شي.

ښاغلي غني، د خپلې وینا په بله برخه کې وايي چې سولې ته رسېدل د هېوادوالو غوښتنه ده او د دولت په چورلیز کې د دغه بهیر په مخ بیول د حکومت له بنسټيزو مسوولیتونو څخه دي.

هغه زیاته کړه:«سوله د افغان ملت یوه مهمه غوښتنه او د حکومت له بنسټیزو مسوولیتونو څخه دی. افغان حکومت د هېواد د ملي ارزښتونو او ملي ګټوو په چوکاټ او له بشپړ عقلانیت او د خلکو له غوښتنې سره، دا ملي بهیر به په مخ بوځي.» 

په دغو مراسمو کې همدارنګه اجراییه رییس هم په خپله وینا کې د هېوادوالو ترمنځ پر یووالي او د یو بل پر منلو ټینګار وکړ.

عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«زموږ ملت یو ټکي ته رسېدلی چې نور د دښمن دسیسې، چې موخه یې د خلکو ترمنځ د نفاق رامنځته کول دي، ناکام به شي.»

د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق هم وویل:«په دغه هېواد کې ټول قومونه قرباني ورکوي او ټول سره یو موټی او متحد دي.»

د دغې غونډې نور ګډونوال، جنرال عبدالرازق د یوه هېواد پال په توګه یادوي. 

شریک یي کړئ