Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل به تر راتلونکو درېیو میاشتو د سولې د یوې سترې غونډې کوربه وي

افغان حکومت وايي چې له طالبانو سره د سولې لپاره د یوې سترې غونډې د کوربه توب لپاره چمتووالی نیسي او ټاکل شوې دا غونډه تر راتلونکو درېیو میاشتو جوړه شي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي چې دغه غونډه، د نړیوالۍ ټولنې د استازو له حضور سره د کړنلارې د نقشې د ترسیم او له طالبانو سره د عملي خبرو اترو د ګام پورته کولو د څرنګوالي لپاره جوړېږي.

ښاغلي حکیمي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ پر یوې کړنلارې هوکړې ته ورسېږي چې څه کارونه ترسره کولای شو، ترڅو خپل مخالفو وسله‎والو ته دا ډاډ ورکړو؛ کله چې حزب اسلامي سره دا کار ترسره شو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د تماس ډلې دوراني غونډه، چې د څه باندې پنځوسو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون سره؛ د اکتو پر یوولسمه مسکو چې جوړېږي. په افغانستان کې د سولې بهیر په تړاو بحث په‎کې کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د منشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو په دې اړه وايي:«د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو په برخه کې روسیه یو ښه همکار او لوبغاړی هېواد دی. موږ تمه لرو، چې روسیې کارنده رول ولري، روسیه کولای شي، اغېزناک رول ولري او همداسې نیت لري. موږ هیه لور، چې د سولې ټینګښت لپاره هڅې ډېرې زیاتې ګټورې دي.»

تر دې وړاندې هم، په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډې شوې دي. خو د یوې غونډې په پایله کې هم، طالبانو د سولې خبرو ته کېناستل.

خو د ولسمشر غني په وینا، د واشنګټن د نوې تګلارې اعلان سره، په سیمه کې وضعیت بدل شوی.

نو ایا په دې غونډه کې به داسې وشي، چې د سیمې د هېوادونه په تېره بیا، چین، روسیه او پاکستان چې پر طالبانو نفوذ لري، افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره همغږي شي.

د سیاسي چارو کارپوه سید احمد احمدي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ هیله لرو چې د سولې په اړه یو مثبت ګام وي خو که‎چېرې مدیریت یې افغانانو سره وي او مشري یې هم له افغانانو سره وي او سوله د افغانانو ترمنځ وي، دا سوله پایلې ته رسېږي له هغې څخه پرته دغې غونډې ته هیله من نه یوو.»

له دې ټولو سره، ټاکل شوې چې ولسمشر غني به پاکستان ته سفر وکړي. پاکستاني رسنیو داسې رپوټ خپور کړی، چې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر کې، ولسمشر غني ته بلنه ورکړل شوي چې پاکستان ته سفر وکړي او ولسمشر هم دا بلنه منلې.

خو لا نه ده مالومه، چې ولسمشر غني به، د تماس ډلې غونډې نه مخکې پاکستان ته سفر وکړي او که وروسته.

شریک یي کړئ