Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د امریکا دفاع وزیر ناڅاپي سفر؛ اسپر له مېلر سره ولیدل

د امریکا متحده ایالاتونو د دفاع وزیر، مارک اسپر(یک شنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی.

د دفاع وزیر په توګه د ښاغلي اسپر تر ګمارل کېدو وروسته، دا یې لومړی رسمي سفر دی چې افغانستان ته یې ترسره کوي.

مارک اسپر کابل ته له رسېدو سره، په افغانستان کې ناټو له غوڅ ملاتړ قومندان، جنرال سکاټ مېلر سره ولیدل.

اسپر په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې د ناټو غوڅ ملاتړ له نورو ځواکونو سره به هم وګورو او د دوی د هڅو او سرښندونو مننه کوي.

 هغه زیاته کړې ده:«ډېر خوښ یم چې له جنرال مېلر سره ګورم، دا چې هغه له ناټو سره د خپلو هڅو په تړاو دا چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځالې نه بدلیږي، مالومات راکړي. موږ د یوه ازاد او دمکوکراته افغانستان ملاتړ ته ژمن یوو.»

اسپر په داسې حال کې کابل ته راځي چې افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان په درشل کې دی او همداراز د سولې خبرو بیا پیل لپاره هم هڅې روانې دي.

اسوشیټډپرس د راپور له مخې اسپر په دې باور دی چې که افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر تر ۸۶۰۰ تنو راښکته شي، نو له داعش او القاعدې سره به د مبارزې په برخه کې اغېزمن نه وي.

په همدې حال کې ښاغلي اسپر ټینګار کړی دی چې له افغانستانه هر ډول وتل به له طالبانو سره د سولې هوکړې پر بنسټ وي.

امریکا متحده ایالات اوس مهال افغانستان۱۴۰۰۰ سرتېري لري. یاد شمېر سرتېري د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورې ورکړې په برخه کې کار کوي، او کله نا کله هم په پوځي عملیاتو کې ونډه اخلي.

اسپر په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې د ناټو غوڅ ملاتړ له نورو ځواکونو سره به هم وګوري او د دوی د هڅو او سرښندونو یې مننه کړې

شریک یي کړئ