Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا د ولسي جرګې مشرې له افغان حکومتي مشرانو سره وکتل

افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر له راتګ څو ساعته وروسته، د امریکا د ولسي جرګې مشره، نَنسي پِلوسي له یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ یک شنبې (د تلې په ۲۸مه نېټه) افغانستان ته راغله او د ولسمشر غني او اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.

د مېرمن پلوسي دفتر په یوې  خبرپاڼه کې وايي چې نوموړې له افغان ولسمشر غني، اجراییه رییس، عبدالله عبدالله، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، جنرال سکاټ مېلر، د مدني فعالانو له غړو او همداراز کابل ته د امریکا دفاع راغلي وزیر، مایک اسپر سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي نوموړې کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له سفیر جان بس سره هم لیدلي دي او نوموړي مېرمن پلوسي او ورسره پلاوي ته له طالبانو سره د سولې وروستیو خبرو، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان د ځنډ او نورو مسایلو په تړاو مالومات ورکړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي:«موږ هیله لرو چې د ټاکنې پایلې ژر اعلان شي.»

له امریکا راغلي پلاوي له افغان مشرانو سره په لیدنه کې له اداري فساد سره پر کلکې مبارزې ټینګار کړی دی.

 خبرپاڼه کې زیاته شوې ده:«زموږ استازو له فساد سره د مبارزې پر اهمیت ټینګار کړی دی، دغه ښکارنده له ټیکاوه ډکې او هوسا راتلونکې ته د افغانستان د خلکو لاسرسی کمزوری کوي. موږ همداراز ټینګار کړی دی چې ښځې باید د سولې خبرو په مېز کې ګډون ولري.»

له بلې خوا ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې ولسمشر غني د امریکا د ولسي جرګې مشرې او ورسره پلاوي لیدنه کې د سولې بهیر، د ولسمشري ټاکنو، د ښځو ونډې او همداراز پر امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.

ښاغلي غني د سولې خبرو په تړاو ویلي دي:« سوله زموږ لپاره لومړیتوب لري، خو هغه سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وي او د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه په کې خوندي شي.»

خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي غني ویلي په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هیوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي.

پلوسی

همداراز اجراییه ریاست خبرپاڼه کې ویلي دي چې اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په سپيدار ماڼۍ کې له دغه امریکايي پلاوي سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې ښاغلي عبدالله له مېرمن پلوسي سره د ولسمشرۍ ټاکنو، سولې بهیر او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې د ښاغلي عبدالله له قوله لیکل شوي دي:«اوس د افغانستان خلک د ټآکنو خپلواک کمېسیون لخوا د ټاکنو د پایلو د اعلان په تمه دي او له یوازې رڼښت یې غوښتنه ده.»

عبدالله عبدالله هم د سولې په تړاو ویلي دي:«سوله د افغانستان د خلکو لومړي توب دی او د سولې په پرخه کې د هرې هڅې ملاتړ کوو.»

هغه زیاته کړې چې د سولې راوستو او جګړې پرېکولو لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دی.

پلوسي

د امریکا د ولسي جرګې پلاوي افغانستان کې له امریکايي ځواکونو هم لیدنه کړې ده.

امریکا اوس مهال افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري چې تر ډېره د افغان ځواکونو روزنې او مشورې دنده ترسره کوي او کله نا کله هم په پوځي عملیاتو کې ونډه اخلي.

امریکایي چارواکي وایي، مېرمن پِلوسي دلته په افغانستان کې له اسپر سره هم لیدلي دي

شریک یي کړئ