کابل له پاکستانه غوښتي چې د ای اېس ای پوځي استخباراتو لخوا د افغان سفیر د احضار او له هغه سره د شوي بد چلند په اړه وضاحت ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارووزارت وايي، کابل په دې هم غور کوي چې په اسلام اباد کې د افغان سفیر د سپکاوي او احضار په اړه په کابل کې د پاکستان سفیر ور وغواړي.
د کابل او اسلام اباد د اړیکو د نویو رامنځته شویو ترینګلتیا په لړ کې بیا هم نن کابل کې د پاکستان سفارت د ویزه غوښتونکو پر مخ تړلی و.
له هغې وروسته چې د افغانستان سفیر د پاکستان د پوځي استخباراتو سازمان یا ای اېس ای لخوا وروغوښتل شو، اوس کابل، اسلام اباد په پاکستان کې له خپل استازي سره په ناسم چلند تورنوي او په دې هکله د سپیناوي غوښتنه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه وايي:«د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه دا ده چې دا ستونزه حل کړي او په راتلوونکي کې له افغانستان سره خپلې اړیکې د نړیوالو کنوانسیونونو، نړیوالو قوانینو او نړیوالو منل شویو اصولو په مطابق ادا کړي.»
د کابل او اسلام اباد ترمنځ تازه اختلافات له هغې وروسته پيل شول چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر هغه څه نیوکه وکړه چې کابل کې یې د ملي امنیت ځواکونو لخوا د پاکستاني ډيپلوماټانو ځورول وبلل.
پخوانی ډيپلوماټ احمد سعیدي وویل:«د ټولو ډيپلوماټیکو اصولو په خلاف، د سیاسي اخلاقو او د ټولو کنوانسیونونو او تړونونو په خلاف دي، خو دا چې د ښاغلي عاطف مسعل دفتر ته ای اېس ای راځي او حضور پیدا کوي، له دې پرته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځي، د دې ښودونه کوي چې ښاغلی سفیر د دپيلماسي له اصولو او مقرراتو او د یوه سفیر د حقوقي ځای څخه خبرتیا نه لري.»
پخوانی ډيپلوماټ فرامرز تمنا څرګندوي:«په هغه صورت کې چې سفیر د ای اېس ای تر فشار لاندې وي باید خپل سفیر له پاکستان څخه راوبولي.»
د کابل او اسلام اباد ترمنځ له تازه جنجالونو سره په یو وخت د دوهمې ورځې لپاره هم په کابل کې د پاکستان د سفارت لخوا د ویزې ورکولو بهیر درولی و. د پاکستان سفارت یوازې په کابل کې د ورځې درې زره ویزې ورکوي.
د دې ترڅنګ یوه اوونۍ مخکې له هغې وروسته چې پاکستاني پوځیانو پر افغانستان توغندويي برید وکړ او له امله یې دوې مېرمنې مړې او پنځه تنه نور ټپيان شول د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته وشوه دا کار د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا اصلي لامل بلل کېږي.