Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل د افغان – ترک دوه نیول شوي ښوونکي انقرې ته سپاري

د افغان ترک ښوونځیو د زده کوونکو یو شمېر کورنۍ وايي چې د افغان حکومت د هېواد د قوانینو پر خلاف غواړي د افغان ترک ښوونځیو دوه ښوونکي تر دوو میاشتو بند وروسته د ترکیې حکومت ته وسپاري.

دوی زیاتوي حکومت غواړي د افغان ترک لیسو مسوولیت هم د ترکیې حکومت وسپاري.

یادې کورنۍ چې نن د بهرنیو چارو وزارت مخې ته راغونډ شوي ګواښ کوي چې دوی به د حکومت د غیرقانوني ګامونو پر وړاندې ودرېږي.

د افغان ترک لېسو د زده کوونکو یو ولي صدیق الله توحیدي په دې اړه وویل:«د ترکیې دولت ته د استاد یلماس او ښاغلي سمي یایوز سپارل، ناقانوني ده، د بشري حقونو د قانون او د افغاني دود پر خلاف هم دی. موږ په هېڅ ډول د خپلو اولادونو ښوونکی بل هېواد ته نه سپارو.»

د دغو لېسو د زده‎کوونکو یو بل ولي عبدالشکور دادرس هم وايي:«له حکومت په ځانګړې توګه له بهرنیو چارو وزارت څخه زموږ غوښتنه دا ده. هیله ده له ناقانوني اجراتو لاس په سر شئ او راشئ د دغو زده‎کوونکو د کورنۍ له غړو سره مخامخ خبرې وکړئ.»

معترضان په داسې حال کې چې دغه ښوونځو د خپلو بچیانو د ښوونې او روزنې لپاره ګټور بولي وايي، یو شمېر مافیايي کړۍ غواړي چې دغه ښوونځي وتړل شي.

یوسف پښتون په دې اړه څرګنده کړه:«رسمي غلاوې چې ډېری یې په ټیټه کچه کې دي هغوی یو شمېر معیین راغونډ کړي او له هغوی ناوړه ګټه اخلي او موږ په کلکه د دوی مخالف یوو چې ولې غلاوې کوي، غله زښته زیات دي خو د دې لپاره دي چې د خپلو اولادونو راتلونکي حقونه خوندي کړو.»

خو له دغو ټولو سره د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو څه نه وايي.

د ترکیې حکومت په دغه هېواد کې له ناکامې کودتا وروسته له افغان حکومت نه وغوښتل څو د دغو ښوونځیو مدیریت ترکیې ته وسپاري ځکه د ترکیې حکومت ادعا کوي چې دا ښوونځي د فتح الله ګولن له لوري چې د ترکیې حکومت یې د ناکامې کودتا پر پلانونو تورنوي رهبري کېږي، خو د افغان ترک لېسو مسوولین وایي چې دوی په هېڅ لوري پورې تړاو نه لري، بلکې دا بنسټ یو روزنیز خیریه بنسټ دی.

شریک یي کړئ