په بیجنګ کې له طالبانو سره د سولې په تړاو د افغانانو تر منځ د غونډې د ګډونوالو د نوملړ نه اعلانېدو د دې غونډې د نه جوړېدو په تړاو شکونه زیات کړي دي.
خو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې کابل د چین د دغې طرحې د عملي کېدو په تمه دی.
د بهرنیو چارو وزارت د دې پخلی کوي چې د دغې غونډې د نه ترسره کېدو د احتمال په اړه، کابل له بیجنګه هېڅ کوم رسمي اطلاع نه ده تر لاسه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه وویل:«تراوسه د چین دولت له لوري، کومه رسمي اړیکه، دا چې دا غونډه نه جوړېږي، نه لرو او دا چې دا د چین دولت طرحه او وړاندیز دی، چې د افغانانو ترمنځ د دغه پړاو خبرو او
مذاکرې کوربه وي، موږ د دې په تمه یوو چې هغوی خپل دغه وړاندیز عملي کړي.»
په دې لړ کې اجرایه ریاست په دې باور دی چې په اوسني وضعیت کې د ولسمشرۍ ټاکنو بحث تر سولې ډېر مطرح دی.
د اجرایه ریاست ویاند مجیب رحیمي وايي:«تراوسه عملاً بین الافغاني مذاکرې او جدي مذاکرات چې د بین الافغاني مذاکرې لامل شي، پيل شوي نه دي؛ تاسې په جریان کې یاست چې اوس مهال د سولې په پرتله تر ډېره د حکومت او د افغانستان د خلکو پاملرنه ټاکنو په لور ده.»
خو ولسي جرګه سوله او په دې بهیر کې د کابل د رول روښانه کېدل له لومړیتوبونو بولي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني څرګنده کړه:«طالبان هر هېواد ته غوښتل کېږي، هلته زموږ د حکومت استازی نه وي، زموږ د دولت استازی نه وي، او هلته د هغوی کوربه توب کېږي.»
ولسي جرګه کې د پکتیا استازی نصیب مقبل وايي:«دا مبهمې خبرې اترې چې کله په چین او کله هم المان او کله هم په قطر کې کېږي، خو د افغانستان خلک د هغوی له جزییاتو خبر نه دي، دا خبرې اترې مثبتې اغېزې نه لري او د خلکو ذهنونه مغشوشه کوي.»
بل خوا یو شمېر والیان چې کابل ته راغلي دي؛ د سیمو په کچه د سولې له بهیر سره د وسله والو ډلو د قوماندانونو د یو ځای کېدو لپاره د هڅو د دوام خبره کوي.
د بغلان ولایت سرپرست عبدالقدیم نیازی څرګندوي:«د بغلان ولایت، د خبرو اترو دروازه د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانیستې او چمتو دی چې له ټولو هغو کسانو سره چې له دولت سره مخالف دي خبرې وکړي.»
د بادغیس والي عبدالغفور ملک زي زیاته کړه:«هغه سوله غواړو چې د حکومت حاکمیت وي او د حکومت تر مشرۍ لاندې وي، او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.»
تېره پنجشنه ډانالډ ټرمپ افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر کې له طالبانو سره د واشنګټن د مذاکراتو د بیا پېل او اوربند او د سولې یوې هوکړې ته د دې ډلې د لېوالتیا یادونه وکړه.
ارګ هم وویل چې که طالبان د اوربند په تړاو د امریکا وړاندیز ومني د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به مخامخ خبرې پېل شي.
په دې اړه مو اندونه