Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ښاروالۍ: پلازمېنه کې کابو ۷۵ سلنه ودانۍ نامعیاري دي

کابل ښايي په نړۍ کې یوازینۍ پلازمېنه وي چې نږدې پنځه اویا سلنه ودانۍ په کې په نامعیاري او خپلې سرې توګه جوړې شوي دي.
 
د کابل ښاروالۍ مني چې په پلازمېنه کې څه باندې ۷۵ سلنه ودانۍ غیر معیاري او په خپل سري توګه جوړې شوې دي.

ښاروالۍ د دې لوړپوړیزو ودانیو په جوړولو کې د زورواکو لاس لرل د ناقانونه ودانیو د جوړولو تر ټولو ستر لامل یادوي.
      
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزی په دې اړه وايي:«په ټول کې له تېرو دوو لسیزو تراوسه د غصب مسله شته او همدارنګه له دوو لسیزو تراوسه د خپل سریو او له معیار پرته د لوړپوړیزو ودانیو جوړول شتون لري.»

له بلخوا د کابل ولایتي شورا د یوه غړي له لوري د یوې لوړپوړیزې ودانۍ د جوړولو پر سر د خورشید ټلوېزیون د اجرايي رییس رفیع صدیقي تر وهل کېدو یوولس ورځي وروسته امنيتي ځواکونه نه یوازې د هغه په نیول کېدو نه دي بریالي بلکي د هغه دوه نیول شوي ساتوونکي يې هم خوشي کړي دي. 

 د خورشید ټلوېزون اجرايي رییس محمد رفیع رفیق صدیقي څرګنده کړه:«زه لا هم د عدالت او د حیثیت د اعاد په لټه کې یم او له بلخوا ډېر ناهیلۍ یم او د خپل ځان او کورنۍ د ځان د امنیت په اړه ډېر اندېښمن یم.»

 بلخوا د کابل ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکی احمد شاه ستانکزی وایي چې د کور تر څنګ یې د دولس پوړیزې ودانۍ جوړېدل د قانون پر خلاف دي.  خو د ښاروالۍ او د پولیسو لسمه حوزه د پیسو په اخیستو سره دغې او دې ته د ورته نورو ودانیو ناقانونه جوړېدو ته اجازه ورکوي.

هغه زیاته کړه:«هغه کسان چې په دولتي بنسټونو کې دي دوی ټول بډې اخلي هره ورځ موږ وینو چې خلک راځي له دوی (د ودانیو له څېښتنو) پیسې اخلي یو ځل یو کس یې بیوه بېرته ازادېده حتا ګواښېدم.»

ظاهرا د ښاروالۍ مسوولانو او پولیس ځواکونو ته د بډو په توګه د ډېرو پیسو ورکړه د دې لامل شوې ده چې زورواکي په خپل سر د پلازمېنې په هره برخه کې څو پوړیزې ودانۍ جوړې کړي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تېموري په دې هکله وايي:«په ښاروالۍ او پولیسو کې فساد او بې کفایتي د دې لامل شوې چې زورواکي ځمکې غصب کړي او نامعیاري ودانۍ جوړې کړي.»

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وایي چې د لوړپوړیزو ودانیو جوړېدل په کابل کې په لوی مافیایي کارو بار بدل شوي دي او ښاروالۍ یې پر وړاندې د درېدو توان له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ