د کورنیو چارو وزارت ویاند نن (دوشنبې د لیندۍ په ۱۱مه) طلوع نیوز ته وویل چې کابل ښار کې د وسله وال برید په پایله کې، دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه پېښه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې د د څرخي پلې په واټ په اوږدو د یکه توت په سیمه کې هغه مهال شوې چې وسله والو کسانو د دغو ځواکونو پر موټر ډزې کړې دي.
ښاغلي رحیمي همدارنګه ویلي چې وسله وال کسان د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
هغه وايي چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي دي، بلخوا بیا هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.