Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'کابل کې د۲۹ماین اېښودونکو نیول او له طالبانو سره د هغوی اړیکې

په کابل کې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله د چاودنو د زیاتوالي په لړ کې، د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو په تېرې یوې میاشت کې کابل کې ۲۹ تنه ماین اېښودونکي نیولي دي.

دغه وزارت زیاتوي  چې ډېری دغه کسان هغه مهال چې ماین یې خښ ونیول شوي او دغه ټول له طالبانو سره اړیکه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي:«په تېرې یوې میاشت کې ۲۹ تنه په کابل کې د ماین اېښودلو په تړاو نیول شوي چې له دغو کسانو څېړنې روانې دي. هغه کسان چې له دوی سره همکاري لري، هغه شبکې چې له دوی سره همغږي لري، هغوی هم نیول کېږي. او دا په تېرو څو اوونیو کې د تاوتریخوالي هغه څپه وه چې د ترهګرو له خوا یې لمن پراخته او زور اخیستی وو په دې لړ کې ۴۰ کړۍ ماینونه هم شنډ کړل شوي دي.»  

ځینو دغو ماین اېښودونکو چې له طلوع نیوز سره یې خبرې کړې دي د دې پخلی کوي چې د طالب قومندانانو له لوري یې امر اخیسته.

نصیر، چې د کابل د تره خېل سیمې یو اوسېدونکی دی او په همدې سیمه کې یې په یوې مدرسه کې زده کړې کړي دي؛ شاوخوا لس ورځې وړاندې د ملي امنیت د ځواکونو له لوري نیول شوی دی. دی وایي چې قاري وسیم - چې د تره خېلو یو اوسېدونکی دی او اوس په تګاب کې له طالبانو سره کار کوي؛ یو ماین یې ورلېږلې و چې د تره خېلو په تنګي کې یې د ملي اردو د سرتېرو موټر ته کېږدي او له لرې واټنه چاودنه ورکړي.
 
نصیر زیاتوي:«قاري صاحب وسیم دا په هدیره کې اېښی و. وې ویل له هغه ځایه یې واخلئ او د سړک غاړې ته یې کېږدئ دولتي موټر چې راغی تاسې چاودنه ورکړئ. زما یې چاودول نه و زده یوازې وې ویل چې ریموټ دوه ټنۍ لري؛ پاسنۍ ټنۍ کېکاږه په خپله چاودنه کوي.»
 
صفي الله هم د تره خیلو اوسېدونکی دی. نوموړی هغه مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو چې د دې سیمې اوسېدونکو هغه د ماین چاودنې پر مهال په سیمه کې لېدل و او وهه ټکوه.
 
هغه وايي:«کله چې چاودنه وشوه، قاري نصیر ماته وویل چې د تره خېلو تنګي ته ولاړ شه او هلته چې ولاړې فلم برداري وکړه او ماته یې راکړه. کله چې چاودنه وشوه ما فلم برداري کړه.» 

 په وروستیو میاشتو کې د سړک غاړې او نښلېدونکو ماینونو اېښودل د هېوادوالو په یوې جدي اندېښنې بدل شوي دي. په تېرې یوې میاشت کې د ماین په پنځو چاودونو کې ولسي خلک په نښه شوي دي.

په څه باندې یوې میاشت کې، د مقناطیسي ماین څه باندې شپږ چاودنې شوې دي چې د څه باندې لس مُلکیانو ژوند یې واخیست. د چاودنې وروستی مورد د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو و.

شریک یي کړئ