Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د اوه ستوریز رسټورانټ د مالکې دوسیې نامعلوم برخلیک

لویې څارنوالۍ ته د اوه ستوریز رسټورانټ د مالکې د دوستې د استولو په هکله د کورنیو چارو وزارت له ټاکلي وخت څخه د دوو ورځو په تېرېدو سره تراوسه دغه دوسیه لویې څارنوالۍ ته نه ده استول شوې او د کورنو چارو وزارت په دې اړه څه نه وايي.

کورنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د اوه ستوریز رسټورانټ د مالکې شکیلا ابراهیم د دوسیې له څېړنو خبر ورکړی و.

د دغه رسټورانټ مالکه، د کورونا ویروس له امله د لګول شویو محدودیتونو پر نه رعایتولو، د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر له نومه پر ناوړه استفادې او همداراز د طلوع نیوز د خبریالانو پر رټلو او ګواښلو تورنه ده.

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ کورنیو چارو وزارت ویلي و چې، دغه دوسیه به تر ۷۲ ساعتونو پورې لویې څارنوالۍ ته واستول شي.

خو اوس چې له ټاکل شوې مودې دوه ورځې تېرېږي؛ لا هم د یادې دوسیې برخلیک روښانه شوی نه دی.

خبریال میلادي سیار په دې اړه وايي:«له دې ډېر د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له دوسیو سره سطحي چلند د منلو وړ نه دی او د اطلاع رسونې چاپېریال پیاوړتیا لپاره اړتیا ده عدلي او قضايي بنسټونه جدي چلند وکړي.»

خبریال فرید سادات هم څرګندوي:«هغه څه چې اړتیا وه تراوسه نه دي شوي او باید عدلي او قضايي بنسټونه دا جدي وڅېړي.»

له دې سره سم، د رسنیو ملاتړې ادارې کورنیو چارو وزارت ته ګوته نیسي او وايي چې، د شخصي اړیکو پر بنسټ ځینې کړۍ هڅې کوي چې د دغه رسټورانټ د مالکې دوسیه عدلي او قضايي بنسټونو ته ونه استول شي.

د نی دفتر اجرايي مجیب خلوتګر وايي:«هغه څوک چې د رسټورانټ مالکه ده، ښايي له حکومتي اراکینو او چارواکو سره نا تعریف شوې یا په اصطلاح مافیايي اړیکې ولري او دې ممانعت رامنځته کړی چې دغه دوسیه ونه څېړل شي.»

کورنیو چارو وزارت نه چمتو کېږي چې په دې اړه څه وايي؛ خو ځينې حقوقپوهان وايي چې، د قانون له مخې دغه دوسیه باید په جدي توګه وڅېړل شي.

حقوق پوه نعمت الله سلطاني څرګندوي:«هغه وخت کېدای شي چې له قانون څخه یادونه وشي چې د هغه د عملي کېدو لپاره زمینه شتون ولري.»

تېره اوونۍ د دغه رسټورانټ د ګاونډیانو له شکایت وروسته، د طلوع نیوز خبریالان د راپور چمتو کولو پر مهال د یاد رسټورانټ د مالکې له لوري تر رټل کېدو وروسته واګواښل شول او هغې د طلوع نیوز کمره هم ماته کړه. د هېواد د لومړۍ مېرمنې دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې، دغه ښځه له دغه دفتر سره هېڅ راز تړاو نه لري او باید تر قانوني څار لاندې ونیول شي.

شریک یي کړئ