Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ایران سفیر: تهران په واک کې د طالبانو ګډون غواړي

د افغانستان په راتلونکي کې د طالبانو د رول په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف د پنځو میاشتو مخکې له جنجالي څرګندونو وروسته اوس په کابل کې د ایران سفیر له طلوع نیوز سره په مرکه کې په واک کې د طالبانو د شریکولو غوښتونکی دی.

کابل کې د ایران سفیر محمدرضا بهرامي وايي تهران غواړي چې طالبان د افغانستان په واګ کې ګډون وکړي، خو په هېڅ وجه موافق نه دی چې ټول واک د طالبانو په لاس کې وي.

ښاغلي بهرامي له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې طالبان باید په هغه نظام کې چې افغانستان کې شتون لري یوځای شي، خو وروستۍ پرېکړه باید د افغانستان خلک وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر  محمد رضا بهرامي وویل:«موږ په واک کې د طالبانو د ګډون غوښتونکي یوو، خو له دې سره موافق نه یوو چې ټول واک د طالبانو په لاس کې وي. په هېڅ وجه نه یوو؛ زموږ دریځ ډېر روښانه دی؛ موږ وايوو چې نظام شته چې طالبان کولای شي په هغه کې ګډون ولري؛ البته هر څه د افغانستان د خلکو په نظر پورې تړلي دي.»

دغه ایرانی دیپلومات د افغانستان د سولې خبرو په غبرګون کې وايي د دې بهیر راتلونکی ناڅرګند دی.

ښاغلي بهرامي زیاته کړه:«ما غوښتل چې دا مسله روښانه کړم، چې د راتلوونکي د انځور نه څرګندېدل زموږ ته نه متوجه کېږي، هغو کسانو ته متوجه کېږي چې د دغه بهیر مدیریت په غاړه لري. هغو کسانو ته دې متوجه شي چې د طالبانو د مشروعیت بهیر، په نه راستنېدونکي بهیر بدل کړی. هغو کسانو ته دې متوجه شي چې رسمي بنسټونه یې له خپلو کړنو سره کمزوري کړي او هغو کسانو ته دې متوجه شي چې د طالبانو له ډلې سره یې د تولید یوه منفي سیالۍ رامنځته کړې ده.»

له بل خوا د مشرانو جرګې رییس نیوکه کوي چې د سولې د خبرو جزیات له خلکو سره نه شریکېږي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم وویل:«له خلیلزاد څخه زموږ غوښتنه دا ده چې ستا ماموریت د افغانستان لپاره دی، د افغانستان د سولې لپاره دی او موږ د افغانستان خلک یوو! تېره ورځ زما د تره زوی شهید شو، نه ستا! دا زموږ د ملک لپاره بدنامي ده، ستا لپاره نه! او ته زموږ لپاره دسیسه جوړوئ.»

په دې لړ کې د ایران او واشنګټن ترمنځ د اختلافاتو د زیاتوالي په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، ایران د کابل په څرخي پله سیمه کې د غبرګولي د لسمې نېټې د بمي چاودنې مسوول بولي چې له امله یې څلور ملکي کسان مړه او څلور امریکايي پوځیان ټپيان شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو څرګنده کړه:«د مې میاشتې په یو دېرشمه په افغانستان کې موټر بم چاودنې څلور امریکايي پوځیان ټپيان کړل، څلور ملکي افغانان یې ووژل پر لاره پلي کسان یې هم ټپيان کړل.»

په کابل کې د ایران سفارت د کابل په بمي چاودنه کې لاس لرل بې بنسټه بولي.

اخوا افغان حکومت تراوسه د ایران د سفیر د دغو څرګندونو او همداراز د کابل په بمي چاودنه کې د ایران د لاس لرلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یي کړئ