Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د تېرې ورځ د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۱۷ ته لوړ شو

د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت وایي، د پرونۍ پېښې څو تنه ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړې او د مړو شمېر ۱۷ ته ورسېد.

دغه راز په دې پېښه کې څلوېښت تنه ټپیان دي، چې د ځینو یې روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

په ورته وخت کې د قرباني شویو کسانو کورنۍ د ملي یووالي حکومت مشران پر ناغېړۍ تورنوي او وایي دې شان پېښو کې د ولسي وګړو قربانۍ کېدل، حکومت ته د شرم مانا لري.

په کابل کې د دوشنبې ورځې د ځانمرګي برید ټول قربانیان د کلیو د پراختیا وزارت کارکونکي و. عبیدالله چې له اوو کلونو راهیسې په دغه وزارت کې موټر چلونکی وه په دې برید کې ووژل شو.

د عبیدالله مېرمن چې امیندواره ده له دوو ورځو راهیسې بې هوښه ده، له عبیدالله دوه ماشومان پاتې دي.

د وژل شوي عبیدالله زوی سبحان وايي:«په پښه په مرمۍ لګېدلی وه.»

د عبیدالله ملګری حامد بقایي هم څرګنده کړه:«تر څوارلسمه یې زده کړې کړې وې یو ډېر لایق کس وه له اړې راغلی وه دلته یې د موټر چلولو دنده ترسره کوله.»

د عبیدالله کورنۍ په کرایي کور کې اوسېږي او نوموړي ۶ زره افغانۍ معاش درلود، یو مات ټلېفون، ساعت او شپږ سوه افغانۍ د عبیدالله د جیب توکي دي.

د عبیدالله تره عبدالباقي وویل:«بس دی بس، نور د دغې جګړې مخه ونیسئ دا څه ډول اوربند دی چې نن یې ستا د اوربند په وړاندې داسې ځواب یې درکړ.»

محمد علي شریعتي هم خپله مېرمن او ښینه چې د کلیو د پراختیا وزارت په وړکتون کې یې کار کاوه له لاسه ورکړي دي. نوموړی وايي شپږ میاشتنۍ لور یې د خپلې مور په غېږ کې وه او سخته ټپي شوې ده.

د مشرانو جرګې کارکوونکی محمد علي شریعتي څرګنده کړه:«کله چې موږ د امن احساس ونه کړو په یو اړخیز توګه نه شو کولای سولې او ارامښت ته ورسېږو زموږ لپاره د منلو وړ نه ده.»

د دوشنبې په ورځ د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت په دروازه کې هغه مهال دغه ځانمرګی برید ترسره شو چې د دې وزارت کارکوونکي رخصت شوي وو او د کورونو په لور روان وو.

د قرباني شویو کسانو کورنۍ د ملي یووالي حکومت مشران پر ناغېړۍ تورنوي او وایي دې شان پېښو کې د ولسي وګړو قربانۍ کېدل، حکومت ته د شرم مانا لري.

شریک یي کړئ