Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د جنايي جرمونو زیاتوالی؛ په یوې اوونۍ کې درې وژنې ثبت شوي

په دې وروستیو ورځو کې کابل کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې ده؛ لکه څرنګه چې طلوع نیوز په یوې اوونۍ کې کابل کې درې جنايي پېښې ثبت کړې دي.

په دغو پېښو کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

تر ټولو نوې پېښه، نن سهار پنجشنبې د کابل ښار په بهارستان سیمه کې رامنځته شوې چې په هغه کې تنکی ۱۶ کلن ځوان د وسله والو غلو له خوا ووژل شو.

د دغه تنکي ځوان کورنۍ وايي چې «امید» د درې وسله والو غلو له خوا وژل شوی دی.

د امید د مور پروین د ادعا پربنسټ، دغه غله له دې مخکې هم په ژونې او وسله والو غلاو تورن شوي دي:«له دې مخکې چې زه او خاوند مې له کوره ووځو، زوی مې وویشت.»

د امید پلار وايي چې څو ورځې مخکې ورور یې چې په کندوز کې په چټک غبرګون قطعه کې و، هم شهید شو او د دغو دوو تنو غم هغه سخت ځپلی:«زوی مې لومړی له کوره ووتو او زه ورپسې؛ وروسته بیا مور یې غږ کړ چې زمو وې وویشت.»

د امید مشر ورور شریف چې پولیس دی وايي چې هغه هم د خپل کور ته څېرمه څو ځله له دغو وسله والو غلو سره مخ شوی دی:«کوڅې ته ووتم. له پوځي جامو سره زه یې ودرولم. اوه تنه وو. ټومانچه یې لرله او وې ویل چې خپل موبایل راکړه.»

د اختر په درېیمه ورځ - سې شنبې په یوې بلې جنايي پېښه کې کارته پروان کې یو ۳۲ کلن ځوان هم ووژل شو او بل ورور یې ټپي شو.

طلوع نیوز په یوه اوونۍ کې د دغو درې پېښو په اړه رپوټ ورکړی دی. د دې سربېره چې د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر د امنیتي حوزو امرانو ته خبرداری ورکړی دی که چېرې په یوه حوزه کې جنايي پېښه رامنځټه شي له دندې به ګوښه کړل شي خو ظاهراً له دغه ګواښ سره هم کابل کې د جنايي جرمونو مخه نه ده نیول شوې. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه