Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د داعش پر پټن‎ځي د ملي امنیت ځواکونو عملیات

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست ځواکونو او ملي پولیسو کابل کې د داعش پر پټن‎ځي یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي دي.

د دغه ریاست په یوې خبرپاڼه کې چې نن (جمعه د وږي په ۲۲مه) رسنیو ته استول شوې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې د بریدونو یو پلانوونکی محمد حنیف او یو پاکستانی بریدګر وژل شوي دي.

خبرپاڼه همدارنګه کاږي په دغه پټن‎ځي کې یوې پاکستانۍ مېرمنې چې له خپلو څلورو ماشومانو سره ژوند کاوه هم ټپي شوې ده.

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د داعش ډلې یو اندازه وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

تېره ورځ هم د ملي امنیت ریاست کابل کې د داعش ډلې د درې غړو له نیول کېدو خبر ورکړ. ملي امنیت وايي کابل کې د داعش ډلې پر پټن‎ځي برید د هغو مالوماتو له مخې چې د دغو درې تنو څخه یې اخیستي وو ترسره شول.  

شریک یي کړئ