Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د پلویانو لاریون

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې نن جمعه (د  لیندۍ په ۸مه) کابل کې په لاریون لاس پورې کړ.

لاریون کوونکو چې غوښتل یې د کابل ښار له څنډو ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ځانونه ورسوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ولسمشر پر ضد شعارونه ورکول.

د هغوی ځینې د ورځې په ۱۲ بجو ځانونه یې د پشتونستان واټ څلور لارې ته چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته په نږدې واټن کې پرته څلور لارې ده ورسول.

هغوی د دغه لاریون لامل په ولسمشرۍ ټاکنو کې پلان شوې درغلۍ ګڼي او وايي چې د رایو بیاشمېرنې بهیر د هغوی لپاره د منلو وړ نه دی.

ورته مهال په کابل ښار کې ډېری سړکونه د تګ راتګ پر مخ تړلي وو.

امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو پرې نه ږدي چې لاریون کوونکي ښار ته ننوځي.

له دې مخکې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د لاریون مرکز د پښتونستان څلور لارې چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته په نږدې واټن کې پرته ده ټاکلې وه، خو کارنیزیون اعلان وکړ څو لاریون کوونکي د کابل په حضوري چمن کې سره غونډ شي. 

په دغه لاریون کې ځینې اعتراض کوونکي وايي چې د رایو بیاشمېرنې بهیر د دوی لپاره د منلو وړ نه دی.

تصویر بندانگشتی

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې نن جمعه (د  لیندۍ په ۸مه) کابل کې په لاریون لاس پورې کړ.

لاریون کوونکو چې غوښتل یې د کابل ښار له څنډو ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ځانونه ورسوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ولسمشر پر ضد شعارونه ورکول.

د هغوی ځینې د ورځې په ۱۲ بجو ځانونه یې د پشتونستان واټ څلور لارې ته چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته په نږدې واټن کې پرته څلور لارې ده ورسول.

هغوی د دغه لاریون لامل په ولسمشرۍ ټاکنو کې پلان شوې درغلۍ ګڼي او وايي چې د رایو بیاشمېرنې بهیر د هغوی لپاره د منلو وړ نه دی.

ورته مهال په کابل ښار کې ډېری سړکونه د تګ راتګ پر مخ تړلي وو.

امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو پرې نه ږدي چې لاریون کوونکي ښار ته ننوځي.

له دې مخکې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د لاریون مرکز د پښتونستان څلور لارې چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته په نږدې واټن کې پرته ده ټاکلې وه، خو کارنیزیون اعلان وکړ څو لاریون کوونکي د کابل په حضوري چمن کې سره غونډ شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه